Skip to: Site menu | Main content

 

 

 

 

 

ټیټ می مه بوله غورځنګ راباندی مکړه
زه ‍په دی افتادګی کی لوی ګړنګ یم


ګرانوګډون والو!
دافغانستان دنوی دمکراتیک غورځنګ دشهیدانودلمانځ غونډی دویم تلین ته موښه راغلاست وایم.
ملګرو تیرکال دهالندسفارت او دهشت صبح ورځپاڼی په مرسته دافغانستان دشهیدانوهغه ۵۰۰۰کسیز نوم لړخپورکړچی د۱۳۵۷تر۱۳۵۹کلونوترمنځ د"خلقی" بانډ اوکودتایی رژیم لخواه په شهادت رسیدلی ول، چی په دغه لیست کی دنوروشهیدانوترڅنګ دشهیداستادمحمداکرم یاری نوم هم لیدل کیږی. داستادمحمداکرم یاری په ژوند او کړنوملګروهراړخیزبحث وکړ. زه غواړم چی داستاد سیاسی ژوند او سیاسی ایدیولوژی ته یولنډه کتنه وکړم.
ملګرو!
استادمحمداکرم یاری په افغانستان کی دنوی دمکراتیک غورځنګ بنسټ ایښودنکی دی.
استادمحمداکرم یاری په خپله زمانه کی دی ټولوانحرافی کړونو"کرښو"له سنتریزیم څخه نیولی تراکونومیزم په واړندی مبارزه کړی.
استاد دکودتا او پاڅون مخالف وو اوبرعکس یی په اوږدی اوانقلابی جګړی چی له کلواوبانډوپیلیږی اودښارونودمحاصری له لاری پای ته رسیږی ټینګارکاو.
درنودوستانو!
اوس چی هیواد دامریکا اوغربی امپریالیستی هیوادنوله خواه اشغال شوی، په اوسنی افغانستان کی داستاد واقعی اوحقیقی لارویان څوک دی.
دهمبستګی په شان راجسترشوی ګوندونه؟
دنوی دمکراتیک غورځنګ پخوانی تسلیم شوی څیری لکه سیماثمر، رنګین دادفرسپنتا او نجفی؟
نه،نه،نه.
دا کسان اودا ګوندونه داستاد استازی اولارویان ندی. داستاد داصلی اوحقیقی استازی دافغانستان دځوانانودمکراتیک غورځنګ دی، ځکه چی دا غورځنګ هم لکه استاد غوندی په دی عقیده دی چی لمړی باید هیواد له امپریالستی ښکیلاک ګرونه خلاص اویو نوی دمکراتیک نظام پکی پلی شی.
په پای کی به دا وایمه چی:
میوندی ملاله مړه شوه
یا غږمی نه اوری کړڼه شوه
ایوبه وینه دی سړه شوه
دمکناټن لښکری بیاراغلی دینه.

له توجه مویوه نړی مننه!