Skip to: Site menu | Main content

 

 

 

 

 

د افغانستان کمونیست (مائویست) ګوند بیانیه:
«په افغانستان کی د امریکی دنوي استراتیژی»
په باره کی

بلاخره وروسته له میاشتو غاړه غړولو څخه د ټرامپ تر مشری لاندی د امریکا دولت «په افغانستان کی د امریکی نوی استراتژی» اعلان کړه.
دذکرشوي «... استراتیژی» ډیری اړخونو تفصیلی جزیات تر اوسه پټ پاتی دي. دهغه کوم مهم اړخونه چه تر اوسه ښکاره شوی دي او په رسنیو کی مطرح سوی دي په لاندی ډول دي:
1- له افغانستان نه دځواکونو دوتلو محال ویش لغو کول.
2- د امریکایی ښکیلاکګر ځواکونو ډیروالی په افغانستان کی، داوس لپا ره د درو زرو کسانو په شاوخا کی.
3- دامریکی دهوایی ځواکونو لخوا  په افغانستان کی دهوایی عملایاتو زیاتوالی.                    
4- د لاسپوڅی رژیم د پوځ لاډیرسمبالول او روزنه.
5- په افغانستان کی د «ملت جوړونی» په چاروکی «مداخله نکول» او د«ترخګر» لاډیر وژلوباندي تمرکز.
6- د طالبانو بیا واک ته درسیدو مخنیوی او طالبانو ته د قانونی موقعیت ورکولو هڅه.
7- هند ته لاډیر نېږدی کیدل او پر پاکستان باندی ډول ډول فشارونو زیاتوالی.
8- اروپایی، جاپانی او استرالیایی امپریالیستانو او هند سره ګډ دامپریالیستی- ارتجاعی صفبندی ډیروالی د چین او روسیه په ضد.
دا موضوعګانی په لنډ ډول څیړو:


له افغانستان نه دځواکونو دوتلو محال ویش لغو:

پرافعانستان باندي دامریکایی امپریالیستانو او دهغوی دمتحدینو دیرغل له پیله، دهغوی له لوری دهیواد ښکیلاک او په افغانستان کی دلاس پوڅی رژیم جوړول دامریکا دجورج بوش دجمهوری ریاست ترپایه پوری، دامپریالیستی ښکیلاکګر ځواکونوشتون په افغانستان کی او په ځانګړی ډول امریکایی ښکیلاکګر ځواک په هیواد کی، ورو وروډیر سول. دښکیلاکګر ځواکونو ډیروالی سربیره دهغوی په ضد جګړیز مقاومت روځ تربله دډیروالی اوخپوریدو په حالت کی وه.
په امریکا کی د اوباما دجمهوری ریاست له پیله، او دهعه دټاکنیزو وعدو پیښي کولوپراساس چه په افعانستان کی دجګړی په بری سره پای ته رسول او دامریکایی ځواکونو ایستل وه، سپینی ماڼی د«افغانستان نه دوتلو استراتژی» یی مطرح کړه.
اما هغه «استراتیژی» په واقعیت کی یو ستر درواغ وو ترڅو دامپریالیستی ښکیلاکګر ځواکونودډیروالی او په ځانکړی ډول دامریکایی ښکیلاکګر ځواکونو زیاتوالی په هیواد کی دسل زره کسانوترسرحد پوری په کال 2009 کی وو چه ټول ټال دامریکا ښکیلاکګر متحدینو سره یوځای په «ناټو» کی اودناتو نه بهر یوسل و پنځوس زره کسانو پوری رسیده.
«دافغانستان نه دوتلو استراتیژی»په ظاهره کی ددي نظامی فرضیي پربنسټ چی دامپریالیستی ښکیلاکګر یوسل و پنځوس زره کسیز ځواکونه توانیدلی شی چی ددرو کلونو په موده کی  یعنی تر 2012 کال پوری د ښکیلاکګر او لاس پوڅی رژیم پر ضد جګړیزمقاومت کاملا وځپی او تر دی حده هغوی کمزوری کړی تر څو دامریکایی ښکیلاکګر او دهغه دمتحدینو ځواکونو ته له افغانستان نه دوتلو زمینه برابره شي. ددی استراتژی په اساس داسی پتیلی وه چه د امریکا امپریالیستی ښکیلاکګر ځواکونه دکال2012  تر پایه له افغانستان څخه ورو ورو وتل پیل کړی او د کال 2014 تر ختمه ددی ځواکونو ډیری برخی له افغانستان ووځی. او پاتی ځواکونه هم باید تر دوه نورو کلونو پوری یعنی د 2016 کال تر پایه له افغانستان نه وتلي وای او ددی کال په پای کی به یوازی 1000 کسان امریکایی ځواکونه په افغانستان کی دامریکا دسفارت امنیتی ځواک په نامه پاتی کیږی.  
   ددی محال ویش په اساس او ددي دروغجن ادعا دطرح سره جوت چه دامریکا جګړه له هیواد نه بهر تر ټولو اوږده جګړه دپای ته رسیدو په حال کی ده د امریکایی امپریالیستانو ښکیلاکګر ځواکونو ډیره لویه برخه د 2014 کال ترپایه له افغانستان نه وتلي دی. ولی مسلمه او روښانه واقعیت داوه چه دامریکایی امپریالیستی جګړه په افغانستان کی پای ته نه وه رسیدلی. امریکایی امپریالیستانو دا تلاښ کاوه چه دلاس پوڅی رژیم سره امنیتی قرارداد نهایی کړی او په افغانستان کی اوږدمحاله استراتیژیک پوځی اډی رسما په لاس راوړی او دخپل ځواکونو اوږدمحالی شتون په افغانستان کی ګویا قانوی کړی.
ولی په بیلابیلو دلایلوسره٬ چه اړتیا نه لیدل کیږی دلته په تفصیل سره خبری پری وکړو، دا هیله پوره نشوه او دلاسپوڅی رژیم جمهور رئیس دهغه دلاسلیک سره موافقه ونکړه. پدی دلیل او هم دجګړی زیاتیدل په افغانستان کی، د امریکایی پاتی سوی ځواکونو دوتلو محال ویش په دقیق ډول اجرا نسو. سربیره پردی د بارک اوباما د جمهوری ریاست ورستی ورځی په امریکا کی، د ډیرشمیر جمهوری غوښتونکو سناتورانو او دامریکا د پوځ جنرالانو مخالفت د ځواکونو دوتلو محال ویش ټاکلو سره روښانه او څرګند وو او دهمدی دلیل پربنسټ د«پاتی شوی» امریکایی ځواکونووتل له افغانستان نه په هغه وخت کی د تعلیق حالت کی سو.
وروسته له هغه څخه چه د دریم شاه شجاع (حامد کرزی) واکمنی پای ته ورسید او لاس پوڅی رژیم د «ملی یوالی» حکومت په بڼه دواک په ګدی کیناسته، رژیم دارګ او سپیدارماڼی ته  دلار موندنی په لمړیو کی«امنیتی تړون» له امریکایی امپریالیستی ښکیلاکګرو سره لاسلیک کړ. ددی «امنیتی تړون» ورته والی له پخوانی تړونونوسره٬ دلاس پوڅی امیرانو په  کابل کی او انګلیسی استعمار تر منځ٬ دومره روښانه او واضح دی لکه چه له یاد شووتړونونوڅخه نقل اخستل شوی وي.
دامریکایی امپریالیستی ښکیلاکګر او لاس پوڅی رژیم تر منځ ددي«امنیتی تړون» لاس لیک په ښکاره ډول دا وښوده چه داوباما «دوتلو استراتیژی» له افغانستان نه فقط یوتش عبارت وو او د هغه څه په لټه کی چه امریکایی امپریالیستان  وه او دي، هغه پوره وتل نه بلکه اوږدمحالی شتون په افغانستان کی وه او دی. په حقیقت کی امریکایی امپریالیست ښکیلاکګر سیمه ییز او نړیوال اوږدمحالی ستراتیژی په حساب افغانستان ته راغلی دي نه د لنډ محاله او ژرتیردونکی تاکتیکونو پربنسټ باندي. لدی پلوه مونږ دامپریالیستی یرغل او ښکیلاک له پیله تر اوسه پرله پسی ویلی دی چه امریکایی ښکیلاکګر له افغانستان نه تلونکی ندي او مونږ باید د هراړخیزه مبارزه او مقاومت دپرمخ بیولو پر محور ملی ولسی او انقلابی مقاومت جګړی ته دامپریالیستی ښکلیلاکګراوددوی لاس پوڅی ملی خاینینو په ضد تیاری ولرو.
لدی کبله دافغانستان څخه دامریکایی ځواکونو وتلو محال ویش لغو، چه ګویا دا په افغانستان کی دامریکا دنوي ستراتیژی ډیره مهمه برخه جوړوی، یوتش څرګندونه ده. په  واقعیت کی داسی محال ویش تر اوسه شتون نه درلود. د ځواکونو دویستلو محال ویش لفظی لغوه یوازی کیدای سی دا دامریکایی امپریالیستانواوږد محالی ستراتیژی قصد او نقشی ښکاره اعتراف  په افغانستان کی د ښکیلاکګر ځواکونو اوږدمحالی شتون  لپاره وی. هغه څه چه پدی منځ کی تازه توب لری هغه دادی چه اوس دوی په ښکاره وایی چه ګیدای سی پوځ یی لکه دجاپان او سویلی کوریا په شان په لسګونه کاله په افغانستان کی هم پاتی سی.

په افغانستان کی د امریکایی ښکیلاکګر ځواکونوډیروالی

« په افغانستان کی د امریکا نوی استراتیژی » نه يوازی د افغانستان څخه د امریکایی ښکیلاکګر ځواکونود ویستلو محالویش لغو ده، بلکه د یاد ځواکونو زیاتوالی په هیواد کی هم شامل دی. اوس محال دری زره کسیز ځواک زیاتوالی په نظر کی نیولی شوی دی. ولی په راتلونکي کی د ځواکونودلا ډیروالی لپاره لاره خلاصه ده چه د اړتیاپه صورت کی به عملی کیږی. نو ځکه « د امریکا نوی ستراتیژی په افغانستان کی» په حقیقت کی د امریکایی ښکیلاکګرځواکونودډیروالی  ستراتیژی  په افغانستان کی ده . پدی ستراتیژی کی د ځواکونود ډیریدوحدود او ثغورمعین اوځانګړي شوی ندی اوهیڅ محدودیت ورته په نظر کی ندی نیول سوی.
ولی واقعیت  دادی چه د امریکایی امپریالیستانود ځواکونو د زیاتیدو امکان په افغانستان کی له عینی لحاظه له سخت اقتصادی، نظامی او سیاسی محدودیت سره لاس او ګریوان دی. څه وخت چه د « وتلو ستراتیژی له افغانستان نه » په چوکاټ کی د اوباما د ریاست جمهوری  په زمانه کی، د امریکایی ښکیلاکګر ځواکونوټول شمیر سل زره کسانو ته ورسیده، د امریکا د یرغل کلنی افتصادی لګښت سل ملیارده ډالرو ته ورسیده، یعنی  دهر امریکایی پوځی لپاره یومیلیون ډالر په یو کال کی، لدی کبله که مونږ د همغه پخوانی نرخ به اساس محاسبه وکړو د یوه امریکایی پوځی ډیریدل داوسنی  امریکایی ځواکونوپه شمیرکی پدی معنی ده چه دامریکا پوځی لګښت په افغانستان کی یو میلون ډالر زیاتوالی  مومی.
 مثلا: وافغانستان ته دری زره تازه دمه امریکایی ځواکونه لیږل ٫  د اقتصادی پلوه امریکا ته په یو کال کی دری میلیارده ډالره اضافی نظامی لګښت په مانا ده چه دا شمیره لږ کم تر ټول هغه لګښت چه د امریکا دولت یی  د لاسپوڅی رژیم دڅو سووزرو نطامی پوشالی ځواکونو دکلنی لګښتونو د تامین لپاره افغانستان ته ورکوی.په دی ډول د یوه امریکایی نظامی اقتصادی لګښت په افغانستان کی دپوشالی لاسپوڅی رژیم  دسلونظامی ځواکونود اقتصادي لګښت سره برابره ده .ددی محاسبی له مخی د امریکا د دولت ټوله کلنی نظامی بودجه  اوه سوه ملیارده ډالره سر سام اوره څپره ده فقط دامریکا نه بهرد یوه اوه سوه زره کسیز یرغلګریز اوښکیلاکګریز لښکرکښی دلګښت د تامین لپاره  دافغانستان د شرایطو سره مشابه شرایطو کی بسیا کوی نه دی نه ډیر.
دهغو محاسباتوسره سم چه د ۲۰۱۴ کال په ورستیو کی په خپله دامریکایی  سرچینوله خوا سرته رسید لی دي٬ دامریکی ټول نظامی لګښت په عراق ا وافغانستان کی دو زره میلیارده ډالره زیاته(دوه تریلیون ډالره)اټکل شوی ده . په واقعیت کی یو له نسبتآ مهمو عواملو لامل وګرځید چه ځوکاله مخکی  اقتصادي کړکیچ د امریکا لمنه نیولی اوورسته له هغی ټول لوی او واړه غربی امپریالستی هیوادونه او په یوه معنی ټوله نړی ته سرایت وکړی . دامریکی همدغه غټ نظامی لګښت په یرغلګریز او ښکیلاکګریز  لښکرکښی پر افغانستان او عراق باندی وو .
دا ښیی چه حتی، امپریالستی  زبرځواک لکه دامریکی متحده ایالات  دا توان نلری چه په افغانستان کی دښکیلاکګرو ځواکنود پراخه ډیروالی لګښت په غاړه واخلی ـ حتی ویلی شوچه دامریکا په او سنی اقتصادی وضعیت کی٫  دامریکا دولت دا توان نلری چه دیو بل یرغلګریز اوښکیلاکګریز  لښکرکښی لګښت دعراق دجګړی په ځیر په غاړه واخلي یا دبیلګی په ډول د ښکیلاکګر ځواکونوشمیر په افغانستان کی سل زره کسانو ته لوړ بوزی . دغه محدودیت یواځی پخپله د امریکی په اقتصادی وضعیت پوری اړه نلری  بلکه  په افغانستان  کی د امریکی متحد ینو پوری هم اړه لری . د امریکی یوشمیر متحدین په افغانستان کی د جګړی دډګر څخه پښی سپکی کړی دی او ګمان نه کیږی چه حد اقل د لنډی مودی لپاره بیا ودي ډګر ته را دننه شی ـ
په افغانستان کی د امریکایی ښکیلاکګرونظا می ځواکونو پراخه ډیروالی  دکسانو دشمیر په لحاظ  نا ممکنه یا تر یوه بریده ډیر سخت دی ٬همدا اوس دامریکا متحده ایالات  دنړی تر پنځوسو زیاد و هیوادونو او یوسل اوپنځوس نه زیات  نظامی استراتیژیکی اډوکی دامریکی نه بهریرغلګریز او ښکیلاکګریز  شتون لری.په یوه نحوه د امریکی د عسکرو ډیره برخه دهغه هیواد نه بهرکی او لږه برخه یی په هیواد کی دننه ځای پرځای دي  په حقیقت کی د امریکا امپریالستی ځواکونه په نړی کی په پراخه کچه دومره تیت دي چه د پخوانی امپراتوریواوسنی نظامی تاریخ کی بی ساری یا حد اقل کم ساری دی . دامریکا او نړی وضعیت په داسی ډول دی چه دامریکا ارتش نشی کولای په نړی کی دخپلو استراتیژیک نظامی اډو څخه تیرشی٬ بلکه فقط کولای شی پخپلو یاد شوو اډوکی د خپلو ځواکونو ټاکلی  برخی لږ اوډیر په نورو ځایونوکی ځای پرځای کړی چه معمولا نشی کولای  بسیا کونکی وی او سربیره پر هغه نشی کولای خالی دخطری ا وسی .
د بیلګی په ډول پرعراق باندي د امریکا یرغلګریز اوښکیلاکګریزلښکرکښی، او همدارنګه دامریکی د سل زره کسیز شکیلاکګرځواکونوشکیلاکګر شتون په افغانستان کی، دامریکا امپریالیستان دی ته اړشول چه په امریکا کی دننه د نظامی اډوڅخه دځواکونو"کسان ګمارلو" سربیره دامریکا نه بهر دامریکایی لښکرو د احتیاطی ځواکونو یوه برخه هم راولی.                              
په دواړو مواردو کی هم د امریکا په دننه او هم د دي هیواد په بهر کی د امریکا د ځواکونو په اډو کی قسمی پوځی  خلاګانی رامنځ ته شول.
اوس محال، له سیاسی پلوه دامریکا دنظامی ځواکونوپه پراخه کچه زیاتوالی په افغانستان کی دسخت محدودیت سره مخ دی په امریکا کی دټرمپ ترمشری لاندي د امریکا ددولت پر وړاندی پراخ سیاسی مخالفتونه یو له دی محدودیتونو څخه دي.
په واقعیت کی دامریکا ددولت همدغه سخت سیاسی محدودیت ؤوچی د"امریکا نوی استراتیژی " په هکله پریکړه  او دهغه په هکله وروستنی پریګړه څومیاشتی وځنډیدی او هغه محال چی دپریکړی  په هکله وروستنی پریګړه وشوه او اعلان شو، یواځی د یو دری  زره کسیز زیاتوالی ومنل شو نه ترهغه ډیر.سربیره پرهغه همدا دلیل ؤو چی ددی دری  زره کسیز زیاتوالی ندی عملی شوی.
په ځانګړی توګه په افغانستان کی دامریکا د نظامی ځواکونو پراخ زیاتوالی دامریکایی ځواکونو د تلفاتو پراخ ډیروالی او هم دامریکایانو دنظامی لګښت پراخ ډیروالی لامل ګرځی او دواړه موارد کولای شي د ټرمپ تر مشری لاندی دولت پروړاندي د ټینګ سیاسی مخالفت لامل شی. دټرمپ ترمشری لاندی په امریکا کی د امریکا دولت په واقعیت کی دځان پروړاندي د پراخ سیاسی مخالفت شتون له پلوه، دسیاسي اړخونو دډیر محدودیت سره مخ دي او نشی کولای دخپلو برنامو د علمی کیدو لپاره پراخ ګامونه واخلی، لیکن په هرمورد کی په احتیاط سره عمل کوی ترڅو دلاډیرژور او پراخ مخالفت لامل نشي.  په افغانستان کی د امریکایی ښکیلاکګرځواکونو په ډیروالی کی دامریکا ددولت سخت سیاسی محدودیت دامریکی په متحدینو پوری هم اړه لری. په امریکا کی دټرمپ ددولت رامنځ ته کیدل په امریکا کی،  که له یوه خوا داروپایي اتحادیی څخه د بریتانیی د وتلو سره همزمانه وو، له بلی خوا  امریکي څخه د فرانسی دلری والی لامل  او همدا راز د جرمنی دپام وړ لری والی د امریکی څخه، په بل عبارت سره د امریکی د امپریالیزم تضاد د فرانسی د امپریالیزم او دجرمنی دامپریالیزم سره چی په اروپایی اتحادیی کی دوه اصلی امپریالیستی او هیژومونیست ځواکمن هیوادونه دي‎، ډیر سوی دی او په دی اعتبار سره دامریکایی امپریالیستانو او په اروپایی اتحادیی کی شامل امپریالیستانو ترمنځ تضاد ډیرشوی دي، لد ې سره ،دامریکایی امپریلیستانو سیاست دافغانستان دجګړی په هکله تل دغه وو او اوهمدا به اوسی چی په ناټو کی خپل متحدامپریالیستی قدرتونه دی جګړه کی راښکیل کړی او"مسولیتونه" وسپاری. نوځکه له یوه اړخه دی ته اړ دي چی په خپل سر اوله خپلو متحدینو سره له مشوری پرته په افغانستان کی دځواکونو د زیاتوالی په هکله پریکړه وکړي،ځکه چی په افغانستان کی دامریکا دځواکونو ډیروالی،په افغانستان کی دامریکادمتحدینودځواکونود ډیروالی کچه هم ښيي او لازم ده چی امریکایان دنوموړی قدرتونو سیاسی محدودیتونه په پام کی ولری. درسمی احسایی پر بنسټ اوس محال په افغانستان کی ټول ټال پینځلس زره امریکایی ځواکونه او د ناټوغړی نورښکیلاکګرځواکونه شتون لری چی یولس زره یی په امریکا او څلور رزه د "ناټو" د غړو نور هیوادو پوری اړه لري. دا احتمال شته چی په افغانستان کی دامریکا د دری زره کسیز دځواکونو ډیروالی،د "ناټو" دغړو هیوادونو د دوزره کسیز ځواکونو زیاتوالی هم په برکی ونیسی په دی ډول سره په هیواد کی د امپریالیستی ښکیلاکګرو ځواکونو ټول شمیربه شل  زرو کسانو ته ورسیږي.
دامریکی ددولت دسخت سیاسی محدودیت بل اړخ په افغانستان کی دښکیلاکګر ځواکونو پراخ ډیروالی دی، دامریکی ددولت هڅه دامریکی دامپریالیزم دامپریالیستی خپل منځی تضادونو دلاډیروالی مخنیوي دروسیی د امپریالیزم او چین سوسیال امپریالیزم سره ده، چی په تیروڅو کلونو کی یو په بل پسی پراخ او ژورشوی دي او ډیر خطرناک اړخونه یی نیولی دي.
افغانستان یو له هغو یادشوو تضادونو دپراخوالی او ژوروالی ډګردی. څرګنده ده چی دامریکایی شکیلاکګرو ځواکونو دپراخ ډیروالی په سیمه اونړی کی ددوو سترو ځواکونو کلک غبرګون سره به مخامخ شي.

د امریکا د هوایی ځواکونوله خوا دهوایی عملیاتو ډیروالی په افغانستان کی

 په افغانستان کی دامپریالیستی ښکیلاکګرو خواکونو هوایی برلاسی ، په ځانګړی ډول دامریکایی شکیلاکګرو ځواکونو هوایی برلاسی ډیر ښکاره او روښانه دۍ. ددوی د سمبال شوي، عصری، ځواکمن او روزنه لیدلی هوایی ځواکونو په وړاندی یو کمزوری هوایی ځواک او یا لږترلږه هوایی مدافع سیستم شتون نلری.
ویلای شوچی له دی پلوه حتا دلاسپوڅی رژیم هوایی ځواک چی د امریکایانو له خوا تازه په یو شمیر جنګی الوتکو سره چی ددویم نړیوال جګړی څخه پاته شوی دی سمبال شوی دي، په افغانستان کی بی سیاله دی.
د" دامریکا کی نوي استراتیژی په افغانستان " کی د هوایی عملیاتو دوه برابره ډیروالی منل شوی دی او له څه مودي را په دیخوا عملآ پیل شوی دی. دبیلګهی په ډول یوازی دتیرو نهه میاشتو هوایی عملیاتو په ترڅ کی د امریکا دهوایی ځواکونو له خوا په افغانستان کی ددوه زره په شاوخوا کی بمونه ِغورځول شوی دی په ښکاره ډول باید دا اقرار وکړوچی د هوایی عملیاتونو دوه برابره زیاتوالی سمدستی اغیزی یی درلودل او ددی لامل شو چی نور د څو ولایتونو مرکزونه لکه هلمند، اروزګان، کندز، پکتیکا، فراه، سرپل، فاریاب اوداسی نور د سږکال دجګړو په موسم لږترلږه ترسمدستی ګواښ لاندی ندي.
په واقعیت کی دامپریالیستی ښکیلاکګرو ځواکونو ددوه برابره هوایی عملیاتو موخه، په خانګړی توګه  په افغانستان کی دامریکا دهوایی ځواکونو په لمړی ګام کی دپراخ نظامی راغونډیدلوڅخه ددوی او پوشالی رژیم پروړاندی چی دولایتونو مرکزونه دسمدستی ګواښ لاندی دراتلو لامل ګرځی او یا لویی لاری په پراخه کچه داوږدي مودي لپاره وتړل شي، مخنیوی وکړي.
په افغانستان کی د امریکایی ښکیلاکګرو هوايي ځواکونوله خوا عملیاتونو دوبراره ډیروالی دیادشوی ځواکونو د تلفاتوسبب نګرځی حال داچی  د" وسلوالو مخالفینو" پراصلی څیرو باندی دامپریالیستی ښکیلاکګرو او لاسپوڅی رژیم دوه برابرو بریدونو امکان ډیرشي.
په هرحال نه د" وسلوالو مخالفینو" دپراخ نظامی راغونډیدوڅخه مخنیوی د امپریالیستی شکیلاکګر هوایی ځواکونود عملیاتو دو ه  برابره ډیروالی له لاری نشی کولای چی ددوی دقطعی ماتی سبب وګرځی او نه هم ددوی داصلی نظامی څیرو تربرید لاندی راوستل. د " وسلوالو مخالفینو" قطعی ماتی دځمکنی ځواکونو څخه پراخه ګټه اخیستل او ددوی ترواک لاندی سیمو لاندی کول دي ځکه چی دښکیلاکګرو امپریالیستانو اولاسپوڅی رژیم دداسی برنامو پلی کول، لږترلږه اوس ، ممکنه نده. په افغنستان کی د امریکا ټوله " نوي استراتیژی " د یو جګړه ییزفشار استراتیژی په حکم دطالبانو مجبوره کول  (اوسنی سترمخالف وسلوال ځواک) دامپریالیستی ښکیلاکګرو او پوشالی رژیم سره د جوړجاړی لپاره نه یو  غوڅ ،اوپریکنده جګړییز استراتیژی.

دلاس پوڅی رژیم اردو او پولیسو لا ډیرسمبالول او روزنه

یو نړی خورامپریالیستی زبرځواک لکه د امریکا امپریالیستی زبرځواک چه په یوه معنی سره په ټوله نړی یی منګولی ښخی کړی دي او د نړی ټول غټ او واړه ځواکونو سره یاد دوستی او یا دد دښمنی له لاری سر او کار لری، « خدایی ځواک » نلری چه «په یوازی » ټوله نړی اداره کړی. داامپریالیستی نړی خوار زبرځواک نه يوازی امپریالیستی متحدینو ته بلکه لاس پوڅو او مرتجع مزدورانو ته هم اړتیا لری. پدی مانا چه په افغانستان کی امریکا یی امپریالیستی ښکیلاکګر زبرځواک په هیوادکی لاس پوڅی رژیم ته هم اړتیا لری ترڅوګویا دا وښیی چه د امریکایی پوځونوشتون په افغانستان کی د ښکیلاک په مانا نده او افغانستان يوخپلواک هیواد دۍ چه ځان ته خپل «دولت» او «پوځی ځواک» لری. دلیل یی دادۍ چه د زاړه  ښکیلاک او ښکیلاکګرو ځواکونو له خوادهیوادونود رسمی  ښکیلاک کولوعصر پای ته رسیدلی ده نورپه نړي کی هیڅ ځواک او زبرځواک نشی کولای چه رسما یو هیواد پخپل رسمی مستعمری باندی بدل کړی ـ په دقیق ډول سره لکه  د غلامۍ   چه نور هیڅ ځواک او کس نشی کولای چه رسمآ  غلام ونیسی اویا برده داری وکړی حال دا چه تراوسه په نړي کی عملی  غلامی شتون لري.
اوسنی افغانستان هغه هیواد  دی چه عملا د امریکا یی ځواکونو او دهغوی د متحدینوتر ښکیلاک لاندی دۍ، ولی امپریالیستی ښکیلاکګرنشی کولای چه دا هیواد د خپل رسمی مستعمری په توګه اعلان کړي، بلکه ادعا لری چه افغانستان  يوخپلواک هیواد دۍ حتی ادعا لری چه ددي دشته والی د ساتلولپاره د یوخپلواک هیواد په توګه د لته «شتون» لری.
نوځکه هغوی د افغانستان د ښکیلاک په پیل کی لاس پوڅی رژیم بڼه جوړ کړ اوددی رژیم د پوشالی اردو اوپولیسو تشکیلاتوجوړولو،سمبالولو او روزنه باندی یی لاس پوری کړ. داچه پوشالی پولیس او اردو د يونیم لسیزی په تیریدو سره هم په ښه ډول په وسلو سمبال شوي ندی، دا د امریکا یی او انګلیسی ښکیلاکګرو د پام نه کولو نه ناشی نده، بلکه د هغوی دحساب شوی سیاست نه ناشی ده. هغوی پخواپه غیر مستقیم ډول د پاکستان له لاری د طالبانو د تشکیلاتو جوړولو سمبالولو او روزنه کړې وه حتی په پیل کی یی طالبانو ته اجازه ورکړه چی له القاعده سره اړیکی ټینګی او لا پراخی کړي. څه وخت چه دا مرستی رسونی له ټاکلی حد نه واوښتل، طالبان له کنټرول نه ووتل. دا وضع کولای شی چه د لاسپوڅی رژیم د پوشالی پولیسو او اردوپه مورد کی هم وشی. چنانچه په قسمی ډول  له څو کلونو راپدی خوا شتون لری او لدیې اړخه کلک ګذارونه یی ښکیلاکګر ځواکونو ته ورکړی دي او دا احتمال سته چه ژوراوپراخ شی او  پراخ  محلی او سیمییز خصلت پیدا کړی اوجتی سرتاسری شی.  نوځکه دپو شالی پولیسو او اردو په سازماندهی، سمبالولو،  روزنی کی له اجتیاط نه کار اخلی او هسی نه چه له کنټرول نه ووزی. دا پولیس او اردو باید د  تجهیزاتی، مالی، روزنیز، استخباراتی او نورله لحاظه  په امپریالیستی ښکیلاکګروباند ی  تکیه  ولری او دهغو ولاس ته وګوری تر څو ښکیلاکګر ځواک، او په ځانګړی توګه د امریکایی ښکیلاکګر ځواکونو ته د اړتیا نلرو احساس پیدا نکړي.
د هیواد « د امنیتی مسولیت تسلیمول » د پوشالی رژیم پولیس او اردو ته، چه څوکاله مخکی غولونکی ډرامې د امپریالیستی ښکیلاکګرو لخوا د صحنی مخی ته راوړل سو، پدی مانا وه چه صرفا  په هیواد کی د امپریالیستی جګړي د«افغانستانی جوړول» رنګ او لعاب تییره وښیی، نه داچه امپریالیست ښکیلاکګر ټول افغانستان  نه پښی سپکی کړی او هیواد ښکیلاک ته د پای ټکۍ کیږدی. اوس محال چه د امریکایی  امپریالیستی ښکیلاکګر او غیر امریکایی محدود ځواکونو ډیروالی، د امریکا یی هوایی ځواکونود عملایاتودوه برابره زیاتوالی په افغانستان کی او د پوشالی پولیسو او اردو لازیات سمبالول په نظر کی دی، داسی نه ښکاری چه په هیواد کی د امپریالیستی جګړي« افغانستانی کول» په رسمی ډول لمنځه لاړسی، اما رنګ او لعاب  به یی پیکه کیږی ا وبالمقابل د هیواد د ښکیلاک لاندی رنګ او لعاب ټینګ سی او په څرګند ډول  به په سترګو ولیدل سی په داسی حال کی ولوکه په ظاهره کی « د جنګ پرمخ وړل د افغان ځواکونو تر مشری لاندی»همداسی وساتل شی ـد جګړي حقیقی رهبری لمخکی به په څرګند ډول د ښکیلاکګر امپریالیستی ځواکونوپه لاس کی وي.
په هر حال دامپریالیستی ښکیلاکګو له خوا د پوشالی  پولیسو او اردولا ډیر سمبالولو او روزلو کی به  یو فوق العاده حالت  منځ ته را نشی او دا ځواکونه به کاملا په روزل سوی او مسلح شوی ځواکونو  چه  په عصری روزنو او سلاح باندی سمبا ل وی بدل نسی. پدی چوکاټ کی د پوشالی اردو هوایی ځواک ته یو شمیر امریکایی مستعمل الوتکی چه د دویمی نړیوال جګړي نه پاتی سوی ورکړه شی او دهغی د استفادی لپاره به روزنه ووینی.
له اوسه مشخص سوی چه د ملیشه جوړونی نوي ډولونه، لکه محلی پوځ، هم په نظر کی دی. یود محلی اردود قطعاتو دجوړښت د نښوڅخه به غالبا پخوانی نظامی پرسونل ډیری یی جهادیان او یا د پخوانی رژیم د اردو غړیي وي، همدا دۍ چه لدې سره تسلیحات او تجهیزات  که څه هم مستعمل او د ناټو اړوند نظامی روزنی په افغانستان کی لا پراخ سی اود روسی تسلیحاتو او تجهیزاتو او نظامی روزنی سیسټم به په هیواد کی لا ډیر حا شیه ته کړل سی.ولی د ملیشه جوړونی دلا ډیر ډولونو پراخیدل، چه د امریکایی پوځی روزونکوسره به مستقیم اړیکه ولری، د رژیم د نظامی ځواک  د لاډیر تیت او پرک کیدو او ګډوډی باعث وګرځی اوددي ځواکونو فرمان دهی د لا ډیرعدم تمرکزولوری ته بوځی.په حقیقت کی داسی وضعیت دپوشالی رژیم د نظامی ټینګوالی لا مل  نشی کیدای.
سره لدې چه د رژیم د سلو پوځیانو لګښت د یوه امریکایی ښکیلاکګر عسکردلګښت سره برابر دی، د« په افغانستان کی د امریکا نوی استراتیژی» په چوکاټ کی د لاس پوڅی نظامی ځواکونو زیاتوالی په نظر کی ندی نیول سوی داسی ښکاری چه ددی ځواکونواوسنی کمیت تر ټولولوړ شمیر دپوشالی نظامیانولپاره په نظر کی نیول سوی دی.
دټولوتیرویادشوو مسایلو څخه دلاسپوڅی رژیم د اردو او پولیسو خپل ذاتی کمزورتیا دښکیلاکګرو امپریالیستانو په لاس جوړشوی پوشالی اردو او پولیسو په توګه، دجګړییز کمزوری مورال او دجګړی کولودکلکی انګیزی نشتوالی دامپریالیستی ښکیلاکګرامپریالیستانو په رکاب کی دنړی موجودو رژیمونو تر ټولو فاسد رژیم دی. یو نه رغیدونکی ستونځه ده په هیڅ یو امپریالیستی او ارتجاعی چالونو سره درغیدو وړ ندی ددی نظامی ځواک میکانیکی سمبالول او روزل دجنګی مورال دکمزورتیا او دجګړی کولو انګیزی نه شتون سره اخته دی، په هره کچه چی وی، ددی ځواکونو ذاتی ستونزه به له منځه لاړ نشی.

د «ملت جوړونی» په چارو کی «مداخله نکول» او د« ترهګرو» په لا ډیر وژولو تمرکز

د ښکیلاکګرو امپریالیستانو د « ولس جوړونی» ادعا یوه بی بنسټه ادعا ده چه د نړۍ د خلګو ټول تاریخ ددي ادعا ناسموالی ثابته کړي ده. ولس د یو هیواد ښکیلاک د بهرنیو یرغلګرو د پوځی ځواکونو لخوا او د هغه هیواد د سیاسی خپلواکی د سلبولو له لاری نه جوړیږی بلکه په کامل ډول سره د هغه برعکس، چه هغه د اصلی مولفو څخه یو یی  دبهرني ارتجاعی امپریالیستی ځواکونو په ضد د مبارزی اومقاومت پیل، دا د هیواد د خپلواکی سلب کونکی او زمونږ د خلکو د ملی هویت د لمنځه وړنکو په وړاندی ودریدل او په بری سره  مبارزه او مقاومت په مخ وړل د هغو ځواکونو شړل د هیواد څخه او سیاسی خپلواکی د لاسته راوړل او دهیواد د خلکو ملی هویت بیا ژوندی کولو پوری ـ
بله اصلی مولفه « ولس جوړونه» بریالی مبارزه ددغو جوړښتونو، مناسباتو او ماقبل سرمایه داری ارتجاعی او ملی ضد ځواکونو په وړاندی او ددي جوړښتونو، مناسباتو او ځواکونو راپرځول دی نه دا چی ددی جوړښتنو، مناسباتو او د کمپرادوری بورژوازی او فیوډالی ارتجاعی حاکمیت ساتل او بقا، هغه هم پر اشغا لګرو باندی ولاړ جوړښتونو او مناسباتو په شکل سره د کمپرادوری بورژوازی او ارتجاعی فیوډالی مزدور رژیم حاکمیت ساتل، د امپریالیستی ښکیلاکرو لاسپوڅی رژیم د ولس جوړونی پروسه په افغانستان کی – نا چار باید د بریالی مبارزی او مقاومت د لاسپوڅی رژیم او د هغه راپرځولو پروسه ، د بریالی مبارزی او مقاومت د پروسی تر څنګ د لاسپوڅی رژیم په وړاندی او ددی رژیم پرځول، د امپریالیستی ښکیلاکګرو په وړاندی د بریالی مبارزو او مقاومت تر څنک باید وی.  د تیر یوه لسیزي په موده کی ، امپریالیستی ښکیلاکګر او لاس پوڅی رژیم د ملت جوړونی تر نامه لاندی په افغانستان  کی څه مشغوتیا لرله؟ دوی ددی مودی په اوږدو کی  د امپریالیستی ښکیلاکګرو ځواکونو او پوشالی  ځواکونو له یوی خوا ملی ځپنه مخ ته بیولی او له بله اړخه پدی لټه کی دې چه د افغانستان د ولسونو تر منځ ملی انقیاد طلبی ته لمن ووهی او په دغه چوکاټ کی لاسپوڅی رژیم د جوړښت د پاره ددوی د ادعا له مخی « د دولت جوړونی» پروسه مخته بوزی.
دا ښکاره ده چه «ملت جوړونی » په چارو کی مداخله نکول هدف په هیڅ وجه په پورتنی چاروکی د نه مداخلی په مانا نده او په واقیعت کی هم نشی کولای همداسی وي. د افغانستان د خلګو ملی ځپنه او ددوی تر منځ ملی انقیاد طلبی خپرول د امپریالیستی اشغالکرو ځواکونو او لاسپوڅی رژیم  لخوا نځنډیدونکی چاری دی او هم نسی کولای چه شتون ونلری و لاسپوڅی رژیم ته بڼه ورکول یا د امپریالیستی اشغالکرو د « دولت جوړونی» د پروسی ادعا  په افغانستان کی هم نه ځنډیدونکی دی. د بیلګی په ډول د پوشالی رژیم د پولیسو او  اردو سمبالول او ښونه د « د امریکا نوی استراتیژی په افغانستان کی»  د یوی مهمی برخی په عنوان د ملی ځپنی نه ځنډیدونکی او د هغه سره یوځای په افغانستان کی د ملی اتقیاد خپرول د امپریالیستی ښکیلاکګرو لخوا ښیی.
په واقعیت کی کم شی چه د « ملت جوړونی» په چارو کی د نه مداخله تر نامه لاندي د «امریکی نوی استراتژی په افغانستان کی» په چوکاټ کی مطرح سوی ده، د همدغی ملی ځپنی او ملی انقیاد خپوروالی یوه برخه ده. معلومداره یو ددی « نه مداخله »تبارزات چه د ډیری مودي راهیسی  په ښکاره ډول ځان څرکندوی، ملیتی شوونیزم هم زمانه تشدید د اشرف غنی د ډلو ټپلو لخوا د ارک په چورلیڅ کی په شمول د « د جمهوری ریاست چارو سمبالو لوی ریاست» او د پوشالی رژیم د ملی امنیت شورا، او د نورو بانډونو ارتجاعی ملیتی ناسونالیزم  چه په رژیم کی شامل دی. دغه وضع د امریکایی امپریالیستانو او د نوروښکیلاکګروامپریالیستانو اګاهانه سیاستونونتیجه په افغانستان کی ده. هغه سیاست چی « د افغانستان په چارو کی نه مداخله کول» تر پوښښ لاندی پرمخ بیول کیږی. دا سیاست کاملا نوی ندی او پر افغانستان باندی د یر غل د لمړی ورځو څخه او دهیواد اشغال د امپریالیستی ځواکونه لخوا پیل سوی دی او تر هغه د مخه هم په یوه مانا سره شتون درلود.  د افغانستان د مختلفو ملیتونو تر منځ ملیتی تضادونو تشدید امپریالیستی اشغالګرو او د لاسپوڅی رژیم لخوا  د  ذکر سوی سیاست تشدید منطقی نتیجه ده تر څو پدی وسیلی سره د هیواد د ښکیلاک  او لاسپوڅی پوشالی رژیم حاکمیت په شرایطوکی د ساسری ملی مقاومت شکلګیری نا ممکن کړي او یا لا اقل هغه و ځنډوی داد«مداخله نه کول» یو بل ښکاره تبارزاتو څخه دۍ چه همدارنکه له ډیری مودي نه په روښانه ډول سره ځان را څرګندوی. دحاکم رژیم د ارتجاعی ډموکراټیک ضد ګرایشاتو تشدید، ځپونکی، استبدادی او په اصطلاح اسلامی  بانډونو  څخه دي.
هغه امپریالیستی سیاست چه ددی ګرایشاتو لامل ګرځیدلی دی، د «فرهنګی نسبیت » د منلو تر عنوان لاندی پر مخ وړل کیږی، دا سیاست هم بیخي نوی ندی. پرافغانستان باندی د یرغل د لمړی ورځ څخه او ددي هیواد ښکیلاک د امپریالیستی ځواکونو له خوا پیل سو، او په یوه مانا سره تردی د مخه هم شتون درلود. د اوسنی ارتجاعی ډموکراټیک ضد ګرایشات، ځپونکی او استبدادی حاکم رژیم د بانډونو منطقی نتیجه د ارتجاع روزنی، استبداد روزنی او بنیاد ګرایی روزنی سیاست د امپریالیتسی ښکیلاکګرو او لاسپوڅی رژیم لخوا دی تر څو لدې لاری اړمرتجعین لکه ګلبدین او د سپکاوی وړ ارتجاعی ځواکونه لکه د ګلبدین اسلامی ګوند وخپل لورته راوکاږي.
« دا مداخله نه کول» په ښکاره ډول د په اصطلاح چپی تسلیم طلبانو لکه د رهایی سازمان او د ساما( مرکز) برخه چی په اصطلاح دنړیوال ډموکراتیک نورمونو د تطبیق په تمه د امپریالیستی ښکیلاکګرو لخوا په افغانستان کی دی، په تاوان تمامیږی او تر اوسه هم تمام سوی دی. د  «د ترهکرو په وژلو لا ډیر تمرکز» هغه وینا ده چه باید د جګړي  د تشتدید او د « مخالفو وسلوالو ځواکونو» ٫ د امپریالیستی ښکیلاکګرو او لاس پوڅی رژیم دجنګی تلفاتودډیروالی په مانا وی- او په عین حال کی د پوشالی رژیم د مسلح ځواکونو جنګی تلفاتو زیاتوالی او په افغانستان کی د ملکی کسانو د وژلو د ډیروالی په مانا ترجمه او تفسیر شی. په دغه چوکاټ کی لکه څنګه چه مخکی وویل سو د امریکایی امپریالیستی اشغالګر هوایی ځوا کونو جنګی عملایات په افغانستان کی دوه چنده منظور سوی دی. سربیره پردی د شپی د عملایاتو د زیاتوالی احتمال او پرکلو او د خلګو په کورونو باندی چه د دریم شاه شجاع د پوشالی  حکومت په ورستی وختونو کی، حتا د پوشالی رژیم جمهور ریس د سخت مخالفت سره مخ وه او « ټاکلی وژنی » نور ډولونه به شتون ولری. او همدا رنکه « د وسلوالو مخالیفین» د ځواکونو د پراخ راغونډیدو په صورت کی پراخ هوایی عملایاتونه او یا په لږ وخت کی هوایی او ځمکنی پراخ ګډ عملایاتونه د امپریالیستی  ښکیلاکګروځواکونو او پوشالی ځواکونو تر لاس لاندی ونیول سی.
د پوشالی رژیم د مسلح ځواکونو د تلفانو زیاتوالی نه یوازی «د وسلوال مخالفین» ځواکونو لخوا بلکه حتا د امپریالیستی اشغالګرو ځواکونو د الوتکو بمباری وړاندوینه کیدای سی. دامپریالیستی  ښکیلاکګرو هوایی عملایاتو دوه برابره زیاتوالی په لمړنی ورځو کی د رژیم د پولیسو یوه ډله د هلمند ولایت د ګرشک ولسوالی کی قتل عام سو، او داسی ټولوژنی به په راتلونکی هم تکرار سی.
د هیواد د ملکی وګړو وژل وژنی زیاتوالی وړاند وینه هم کیدای سی. څو مو ده مخکی په« شمالی» کی د واده د مراسمو بمباری عملا دا وښودله چه دا زیاتوالی د« د افغانستان لپاره د امریکا نوی استراتیژی» تر سره کیدو په جریان کی  یعنی په افغانستان کی د امپریالیستی سختی جګړی په بهیر کی ډډه کید ونکي  نه وه او د هغو غولونکی بښنه غوښتنه نسی کولای د هغو پیښو جنایت چه منځ ته راغلي او یا به په راتلونکی دا پیښی منځ ته راشی پټ کړي.

د طالبانو بیا قدرت ته د رسیدو مخنیوی او هغوی ته قانونی موقعیت ورکول

په افغانستان کی د امپریالیستی ښکیلاکګرو او لاسپوڅی رژیم پوری تړلی رسنی په هیواد کی د « شلو نړیوالو ترهګرو ډلو » د شتون په هکله خبری کوی، ولی په کلیت کی داسی ښکاری چه « د افغانستان لپاره د امریکی نوی استراتیژی» د  سیاسی لحاظه د طالبانو په وړاندی توجیه شو ي ده. ددی استراتژی سیاسی هدف د طالبانو بیا قدرت ته د رسیدو مخنیوی او هغو ته قانونی موقعیت ورکولو په لټه کی- څرګندونی سوی دي. د امریکایی امپریالیستی ښکیلاکګرو لخوا د ددی سیاسی هدف اعلانول منطقی اړخونه لری چه لازمه ده د هغو په ډیر مهم اړخونو باندی لږ مکس وکړو :
1- امریکایی امپریالیستی ښکیلاکګر او د هغوی امپریالیستی ښکیلاکګر متحدین او  د هغو لاس پوڅی رژیم  سره يوځای تل دا هڅه کړې ده او کوښښ کوی جه ځانونه د افغانستان د خلګو ژغورونکی د ارتجاع ظلم او استبداد، ښځو په وړاندی ضدیت، ملیتی شونیزم، ځپونکی، د طالبانو او القاعدی فوق العاده زیږ قوانین او د طالبانو د بهرنۍ اسلامیست ډلی متحدین په مقابل کی وښیی اوپدی ډول سره خپل ښکیلاکګری او هیواد پلورل د منولو وړ و ښیی. په خواشنی سره باید وویل سی چی دا سیاست پداسی شرایطو کی چه ملی، ډموکراټیک او انقلابی ځواکونه ‌‌‌ډیر کمزوری دي، دملی اولسی او انقلابی مقاومت جګړي نشتون د امپریالیستی  ښکیلاکګر او لاسپوڅی رژیم پر ضد د مقاومت د جګړی په ډګر کی، د جګړی د ډګر انحصارول د طالبانی ارتجاعی مقاومت جګړی لخوا، د جګړی په ډګر کی، تر ټاکنی حد پوری، او حتا ویلی سو چی تر ډیره بر یده، اغیزناکه وه ددی عکس هم رښتنی دی. یعنی ذکر سوی سیاست د طالبانو په ګټه تمام سو او دهیواد په بیلو بیلو سیمو کی د طالبانو د پیاوړی توب او ددوی د نفوذ د خپرولو لامل  وګرځیده.
د سیاسی هدف اعلان د طالبانو د بیا قدرت ته د رسیدو مخنیوی او هغوی ته د قانونی موفعیت په لټه کی  د« افغانستان لپاره د امریکا نوی استراتیژی» په چوکاټ کی د امریکایی امپریالیستی  ښکیلاکګرو لخوا چه په واقعیت کی له یوه پلوه د «افغانستان  د ستونزی»  خلاصه کول « طالبانو ستونزی» پوری، او چه ګواکی که چیری دا «ستونزه» حل سی د دوی په نظر افغانستان به ګل او ګلذار شی. او دا واقعیت نلری:
لمړی داچی : که وغواړو « دافغانستان ستونزه» د هغه په  عمده موضوع باندی خلاصه کړو باید ووایو چی « د افغانستان ستونزه» د امپریالیستی ښکیلاکګرو او بهرنی ارتجاعی ځواکونو او د پوشالی لاس پوڅی رژیم حضور په هیواد کی دی.
دویم دا چه: د امپریالیستی اشغالګرو او د لاسپوڅی رژیم په وړاندی د مقاومت جګړه یوازی د طالبانو په جګړه، یا په ښه بیان سره د دوی اصلی رهبری په برخی پوری تړاو دښکیلاکګرو او رژیم په وړانړندی نه خلاصه کیږی.
د امپریالیستی ښکیلاکګرو او پوشالی رژیم په وینا « په افغانستان کی شل ډلي» نړیوال « ترهګر» فعاله دی او دا هیواد « «غالبزو ځالګی» ته پاتی کیږی. ښکاره ده چه ټوله دغه ډلی د طالبانو تر رهبری لاندی او یا د هغوی تر بیرغ لاندی حرکت نکوی او یو شمیر یی یا د طالبانو څخه مستقل فعلیت لری په ناشونی فرض سره که چیری د طالبانو اصلی رهبری پوری تړلی اړخ یا تر یوه بریده په ډیر مشکل ښکیلاکګرو او پوشالی رژیم ته تسلیم هم سی، پاتی ځواکونه به جګړ ي ته ادامه ورکړی او د تسلیم سوی رهبرانو څخه د ناراضی کسانو جلب او جذب له لاری به پیاوړی سی.
دریم داچه: طالبان خپل ځواکونه پردری برخی ویشی :
لمری برخه «پان اسلامست جهادیان»
دویمه برخه « ناسونالیست مجاهدین»
دریمه برخه «اجیر ځواکونه»

لمړی برخه بین الملی او نړیول اجنډا لری او د دوی هدف یوازی په افغانستان کی نه خلاصه کیږی.
دویمه برخه د دوی له نظره ملی اووطنی اجنډا لړی نه بین الملی او نړیول، په مجموع کی د دوی اصلی غوښتنه د امریکایی امپریالیستانو تر مشری لاندی د ناټو ښکیلاکګرو ځواکونو وتل له افغانستان څخه او حد اکثر غوښتنه یی د اسلامی امارت جوړونه په افغانستان کی ده.
دریمه برخه هغه اجیر ځواکونه دي چه د مشخصو نظامی فعلیتونو لپاره اجیران کیږی او د پیسو په بدل کی ټاکلی نظامی فعا لیتونه تر سره کوی.
په واضح ډول ښکاری چه د طالبانو د مشرتابه ځواکونو ډیری صلاحیتونه په اولي ډلی پوری اړه لری یا بهرنی او کورنی جهادیان دي، مګر د دوی ځواکونه په مجموع او په عمده ډول سره د ناسونالیستانو او دهمدی ډلی څخه جوړه ده. حال دا چه دریمه ډله نه د رهبری د صلاحتیونو څخه برخمن دی او نه هم اساسی رول لری بلکه یوه فرعی ډله شمیرل کیږی.
په هغه صورت کی چه طالبان د تسلمیدو او تسلیم طلبی په بهیر کی د امپریالیستی ښکیلاکګرو او لاسپوڅي رژيم په وړاندي یعنی د لاسپوڅی رژیم په چوکاټ کی د قانونی موقعیت د موندلو په فکر کي ولویږ ی ـ هغه ته ورسیږی هغه موقعیت ته لکه اوسنۍ د ګلبد ین اسلامی ګوند  د رهبرۍ موقعیت ته ورسیږي  هسی چه اوس  د ګلبد ین  اسلامی ګوند  د مړني په حال کی پروت دې  طالبان به هم دغه مسیر ته ولویږي ، په  لمړي ګام کی به دوې  خپله جهادی ډ له په غوڅ ډول  له لاسه ورکړي – دوې ٫ په ځانګړی توګه د دوی بهرنیان، یا به د داعش شته ارتجاعی اشغالګری ډلی سره چه د هیواد په بیلو بیلو سیمو کی دي یو ځای شی، یا له افغانستان څخه ووځی او یا به د خپل جهاد پرمخ بیولو لپاره په افغانستان کی نوی ډله یا ډلی منځ ته راوړي. په دویم ګام کی به خپل ناسونالیستان له لاسه ورکړی. دوی  به یا په افغانستان کی د خپل « جهاد» د پرمخبیول لپاره نوی ډله جوړوی، او یا به د هغه ډلو سره چه تازه د طالبانو د اصلی رهبری څخه جلا سوی یو ځای شی. اویا دوی په خپله په مستقل ډول د اشغالګرو او رژیم سره راکړه ورکړه تر سره کړی.
په دریم ګام کی د دوی اجیرځواکونه به دا غوره وګڼی چه د امپریالیستی اشغالګرو او پوشالی رژیم سره په مستقل ډول راګړه ورکړه تر سره کړی او خپله برخه پیسی به پخپله تر لاسه کړی پدی ډول سره به امپریالیستی ښکیلاکګرواو پوشالی رژیم ته تسلیم سوی طالبان په لاسپوڅی رژیم کی په قانونی موقعیت لرلو سره د ملایانو او مولویانو په وړوکی ډ له بدله شی چه د رژیم په ټاکنو کی د بری هیڅ چانس ونلری پدی صورت کی د طالبانو امیرالمومنین به تر ډیره وتوانیږی چه په افغانستان کی د «مولوی ډیزل» لقب ځانته ځانګړی کړی.(1)     څلورم داچه : د امپریالیستی ښکیلاکګرو او لاسپوڅی رژیم په وړاندي د مقاومت  جګړی اصلی او عینی محرک، د هیواد تر ښکیلاک لاندی او لاسپوڅی پوشالی رژیم تر حاکمیت لاندی حالت دی. ځکه چه د غه وضعیت د خلګو د خپلواکی غوښتلو احساسات د امپریالیستی اشغالګرو او لاسپوڅی رژیم په وړاندی راپاروی او دوی د جګړی ډګر ته راکاږی البته د طالبانو رهبری د مخکنی جنګی چمتووالی په درلودلو سره وتوانیدل چه په کلی ډول سره دغه احساسات د ځان خواته وکاږی، چمتو او سمبال یی ګړی او خپل شعارونه پردی احساساتو او جنګی چمتووالی باندی وتپی اما د ملاعمر د مړینی وروسته، یوواحده رهبری او تشکیلات نلری او څو پارچی سوی دی. دغه وضع په دی مانا چه خپل انحصاری حضور د جګړی په ډګر کی او خپل انحصاری موقعیت دجګړی په رهبری کی له لاسه ورکړی ځکه نو حتی په اوسنی وضعیت کی ملی انقلابی او ډیموکراټیک په ځانګړی توګه نوی ملی ډیموکراټیک او مائویستانو ځواکونه دخپل چمتووالی په صورت کی په عینی لحاظ سره د څومخکنی کلونو په پرتله د جګړی ډګر ته د دانګلو په ښه موقعیت کی دی.

  1. څو کاله وړاندی هغه وخت چی د پیپل ګوند په پاکستان کی د اقتدار په ګدی ناست وه او بینظیر بوټو د پاکستان صدر اعظمه وه، مولوی فضل الرحمان د پاکستان پیپل ګوند او بینظیری سره ډیری ښی اړیکی جوړکړی وی او د حاکم ګوند او حاکم دولت څخه مرسته ترلاسه کوله یو د دغو مرستو څخه چه ګویا د توجه وړ هم وه د څو ټانکرو ډیزلو لاسته راوړل د مولوی فضل الرحمان په واسطه وه او پس له هغه څخه په مولوی ډیزل باندی مشهور سو او تر اوسه پوری په دی نامه یاديږی.

د امپریالیستی اشغالګرو او لاسپوڅی رژیم په وړاندی د طالبانو د رهبری راښکل د تسلیمی او د تسلیم طلبی دلور په صورت کی  به ډیر ویروونکی وضعیت منځ ته راسی او ممکنه ده چه د هیواد دخلګو د خپلواکی غوښتلو او جنګی چمتووالی احساساتو باندی ډاروونکی او وژونکی ګذاروارد سی او ټول مقاومت به داشغلګرو اوپوشالیانو په وړاندی دسخت ګواښ سره مخ شی. خوبیا کولی سو او باید ددی ډارونکی سیاسی نظامی وضعیت د راغبرګیدلو مخه په لږو خطراتواو ضایعاتو سره ونیسو او د ډیر ښه عینی او ذهنی وضعیت به د اوس په نسبت د جګړی ډګر ته د داخلیدو لپاره ولرو. نو دا ځکه د طالبانو د رهبری ماتی او تسلمیدل د ټول مقاومت جګړی د ماتی په مانا د امپریالیستی ښکیلاکګرو او لاسپوڅی رژیم  په وړاند ی نه وي. او حتا کولای سی او باید په ټولنه کی د ښه عینی او ذهنی بنسټ د ملی، اولسی او انقلابی مقاومت جګړی پیل او پرمخ بیول د امپریالیستی ښکیلاکګرو بهرنی ارتجاع او د ښکیلاکګرو د لاسپوڅی رژیم په وړاندی منځ ته راسی.
اما داسی نه انګیرل کیږی چه د طالبانو رهبران د ټولو هغه مطالبو په بام کی نیولو سره چه په پورتنی کرښو کی مو بیان کړ ځان د سیاسی ځانوژنی تسلیمی او تسلیم طبی لاره د امپریالیستی اشغالګرو او لاسپوڅی رژیم په وړاندی غوره کړی او د قانونی موقعیت د موندلو لپاره د لاسپوڅی رژیم او تر سرتیرولو اساسی قانون په چوکاټ کی هڅه وګړی . ددی ټولو دلایلو فشرده په خپله متناقضه فورمولبندی کی « د طالبانو د بیا قدرت ته د رسیدو مخنیوی او هغو ته قانونی موقعیت ورکولو »په لټه کی وپلټل سی چی لمړی برخه یی د دویمی برخی سره په تناقض کی دی.

- څه وخت چی امپریالیستی ښکیلاکګر او پوشالی رژیم خپل ټول هم اوغم پردي مسلی باندي متمرکزه کړی چه د طالبانو بیا قدرت ته د رسیدو مخنیوی وکړی، په حقیقت کی عملا اعلانوی چه د ځان په وړاند ی د مقاومت، حتی د طالبانی مقاومت د لمنځه وړلو توان نلری او فقط کولای شی د دوی سرتاسری قدرت لرلو مخه ونیسی په دی صورت کی ولی باید تمه ولری چه ددوی د ناکامی سربیره چه د یوه کمزوری او بی وزلی ملت هغه هم د نړی یکه تاز امپریالیستی زبرځواک چه یو ستر موقعیت دی، مقاومت کونکی د مقاومت د ادامی پر ځای د امن فضا په لټه کی د آمپریالیستی ښکیلاکګرو او پوشالی رژیم تر سیوری لاندی سی.
په واقعیت کی د امپریالیستی اشغالکرو او پوشالی رژیم په وړاندی د مقاومت ادامه فقط هغه وخت د امپریالیستی اشغالګرو او لاسپوڅی رژیم تر سیوری لاندی د امن فضا په کټه کی کیږی چه:
یو: مقاومت کونکی د نظامی پلوه یو داسی ډاروونکی وضیعت سره مخامخ وی چه د بی ګټی عام وژنی څخه د «خلاصون» په خاطر فقط د خپلو پلویانو د ژوند د ژغورلو لپاره «خامخا» ناګزیره د غه سی انتخاب په لټه کی شی.
دوه: مقاومت کونکی د یو داسی سیاسی کړکیچ سره مخ سی چی د سیاسی پلوه د مقاومت د دوام لپاره هیڅ ډول امید ونلري.
دری: مقاومت کونکی د یو داسی ایډءولوژیک کړکیچ سره مخ وی چه د مقاومت ادامه ورته بی ځایه تلقی شی او د ذهنی لحاظه د ځان حقانیت د دوی په نزد له لاسه ورکړي.
مسلما د افغانستان په اوسنی شرایطو کی او ددي شعار په پام کی لرلو سره « د طالبانو د بیا قدرت ته رسید مخنیوی» چه د امپریالیستی ښکیلاکګروو لخوا مطرح سوی ده، د لمړی نمبر وضیعت نه شتون لری او نه هم په راتلونکی کی د داسی وضیعت د رامنځته کیدو امکان شته. د سخت سیاسی کړکیچ راښکاریدنه د امپریالیستی  ښکیلاکګرواو لاس پوڅی رژیم په ضد مقاومت یوازی هغه وخت متصوره ده چه امپریالیستی  ښکیلاکګر او د دوی لاسپوڅی رژیم د هیواد د اکثریت ولس فعال ملاتړ ورسره وی او مخالقین هم د فعال مقاومت د ملاتړ څخه لاس په سر شی، د رژیم وضیعت ورځ تر بلی ډیر خراب سی او د زبرځواک امپریالیستی  ښکیلاکګرو توان ورځ تر بلی ښه سی او د پرمختګ په حالت کی وی. ولی یو رژیم چه سر ترپایه کړکیچ ځپلی او زبرځواک امپریالیستی اشغالګر په خپل کور کی د خپل هیواد د اکثریت خلګو د فعال مخالفت سره مخ وی، د يوه ښکیلاک سوی هیواد د خلګو مقاومت نسی کولای د پوشالی او لاسپوڅی تر حاکمیت لاندی رژیم د بحران سره مخ کړی او هغه هم په داسی حال کی چه دا آمپریالیستی ښکیلاکګر زبرځواک او د هغه لاسپوڅی رژیم دسیمی او نړی رقیب قدرتونه او ښکیلاک شوی هیواد د ګاونډیانو د مخ په زیاتیدو مخالفت سره مخ وی.
3- که څه هم دا درسته ده چه په تیر یونیم لسیزه کی د مقاومت جګړه د امپریالیستی اشغالګرو او لاسپوڅی رژیم ځواکونونه ته مرګونی کذارونه ورګړی دي او د هیواد نه بهر د امریکی دا جګړه تر ټولواوږده جګړه بلل کیږی.
اما په دی دلیل چی د جګړی رهبری ددی مودی په ا وږدو کی د طالبانو لاس کی چی یوه ارتجاعی فیوډالی کمپرادوری ځواک چه ملیتی او جنسیتی غلیظ شوونیزم لری، وه، او نوموړی تر اوسه ونتوانید چه زمونږ د هیواد د خلګو ټول توان او ظرفیت په ملی مقاومت کی راڅرګند کړی.
الف. سره لدی چه دا کلیوال خوار بزګر، لالحانده افغانستانی کارګران په پاکستان، ایران او د خلیج عربی هیوادنو کی او او بی وزلی کوچی شپانه تر ډیره د طالبانو جنګی ځواکونه جوړوی ولی د طالبانو فیوډالی کمپرادوری ماهیت، نه یوازی د دوی ستر طبقاطی مبارزاتی بلقوه ځواک د امپریالیستی اشغالګرو او پوشالی رژیم په وړاندی د مقاومت په خدمت کی حتا په قسمی ډول سره، نه فعالیږی، بلکه یا په پراخه پیمانه ضایعه کیږی او یا حتا په انحرافی کانالونو کی ولیږی د بیلګه په ډول د افغانستان په ټولنه کی شخصی دښمنی، او یا حتا کورنی طایفوی او قبیلوی شخړی د افرادو، کورنی، اوقبیلو او طایفو ترمنځ یوه لویه ټولنیزه ستونزه ده. صرف نظر لدینه چه په دی دښمنیوکی کم کس او یا کسان تیری کونکی او کم کس یا کسان تر تری لاندی دی، طالبان د خپل نظامی ځواکونو لیکو ته د جلب او جزب لپاره ددی دښمنیو څخه ګټه اخلی.
ب : د طالبانو مقاومت د خپلواکی غوښتونی خواست نیمګړی یعنی د مستعمراتی حالت بدلولو خواست په افغانستان کی نیمه مستعمراتی حالت ته یوه قسمی او ناپیګیره مقامت دی. ددی مقاومت ناپیګری او قسمی بودن تر هرڅه د مخه د طالبانو په فیوډال-کمپرادوری طبقاتی ماهیت پوری اړه لري.
داماهیت  د دی لامل ګرځی چه د طالبانو  د دید لمن او سیاسی مشی په مجموع کی د اوسنی نړیوال امپریالیستی- ارتجاعی مناسباتو  د دایری د چوکاټ څخه وړاندی ولاړنسی او ددوی غوښتنی د نړیوال حاکم نظام په حدود کی بند پاتی سی. په واقعیت کی د نړی د اوسنی نیمه فیواډالی ارتجاعی مناسبات د امپریالیزم نه مستقل نشی کولای شتون ولری. بلکه دا مناسبات یوازی د مستعمراتی یا نیمه مستعمراتی په شرایطو کی شتون و لری. پدی ځای کی هدف دادی چه طالبان یوازی د افغانستان د مستعمراتی حالت پرځای په راتلونکی کی د نیمه مستعمراتی د حالت غوښتونکی په هیواد کی دی، بلکه همدا اوس هم په خپلو پایګاهی سمیو کی د هر اړخیزی حقیقی او خپلواک مناسباتو په لټه کی ندی، بلکه فقط د اشغالګرو او پوشالی نظامیانو شتون پدی سیمو کی نه غواړی او له هغه نه اقتصادی-سیاسی اجتماعی او حتی ارتجاعی حاکم فرهنګی مناسباتو د بدلون لپاره هیڅ هڅه نده کړی ، چه د امپریالیستی ښکیلاکګرو حاکم مناسباتو په اړوند ډیرشمیر اړیکی لری، او د ریښتنی خپلواک اقتصادی، سیاسی، اجتماعی او فرهنګی او ریښتنی ملی، مناسباتو د بنسټ جوړولو لپاره لاس نه پوری کوی. په واقعیت کی ډیر لږ داسی پیښیږی چه طالبان دی د امپریالیستی او ارتجاعی حاکم نظام دبیا رغونی دبرنامو په بیلو ابعادو لکه اقتصادی، سیاسی، ټولنیزو او فرهنګی برخو کی د پلی کیدو پروړاندی په واقعی ډول سره ودریږی. فقط  دیاد شوی برنامو د پلی کیدو، او په مشخص ډول سره د امریکایانو تر تاءمین لاندی دبرنامو پلی کیدل، تر کنټرول لاندی نیسی چه هغه هم په ډیری مواوردو کی دعایداتو لاره په عمومی  ډله ایز ګروپیک او یا فردی توګه و طالبانو ته جوړه کړیده، تر لاس لاندی نیسی. نو ځکه یاد شوی برنامی بیله خنډه، البته په ډیرو لوړلګښت سره نسبت وهغوسیمو ته چه د پوشالی رژیم تر کنټرول لاندی، پرمخ بیول کیږی او یوازی د ذکر سوو برنامو د کنټرول سیاسی قدرت بدلیږی، یعنی د پوشالی رژیم ځای «اسلامی امارت» او دهغه  ډول ډول کمییسونونه نیسی.
دا وضعیت د دی لامل ګرځی چه امپریالیستی اشغالګرو او د دوی لاسپوڅی رژیم په ډیر اسانی او سادګی سره د دوی پایګاهی سیموته لاسرسی ولری او په بیلو بیلو ذرایعو سره په خلګو کی د حقیقی مقاومت طلبی د روحیی د شدت او خپریدلو مخه ونیسی او که چیری ونکړای سی چه دا روحیه بیخی له منځه یوسی تر یوه بریده په قسمی ډول سره هغه وران کړی، او همدا رنګه د دي توان ولری چه خپل استخباراتی شبکی په اسانی سره پدی سیمو کی فعال کړي.
سربیره پر دی طالبان هم د امپریالیستی قدرتونو تر منځ د تضاد څخه د« ګټی اخیستو» په جریان کی د داسی محدودیتونو سره مخ کیږی. او تر هغه ډیر د دی پرځای چه د امپریالیستی ښکیلاکګرو او پوشالی رژیم پر ضد د ذکر سوو تضادونو څخه د مقاومت په نفع ګټه واخلی دوی پخپله په هیواد کی د امپریالیستی  ښکیلاکګرو او د دوی د رقیب امپریالیستی او سوسیا ل امپریالیستی قدرتونو تر استفادی لاندی راځی او همدا رنګه ده – د امپریالیستی ښکیلاکګرو او پوشالی رژیم او د سیمی د ارتجاعی قدرتونو د تضاد څخه «ګټه اخیستل» د منځنی اسیا، منځنی ختیځ او سویلی اسیا او پخپله افغانستان پوری اړوند مسایل .
پ : طالبان ډیر ژور او په پراخه اندازه په هیواد کی د پښتون ملیت حاکم طبقاتو په زهروککړغلیظ شوونیزم د غیر پښتون ملیتونو په وړاندی دی. لدی کبله دا توان نلری چه په هیواد کی د ټولو ملیتونو تر منځ د ملی یووالی ممثل شی. د بیلګی په ‌ډول بیوزلی کوچی شپانه د خواری کښو تش لاسی پښتنو څخه دی چه ډیره سخته او له وسه وتلی دژوند درند او خراب  شیوه لری.او  د دوی محرومیت په فوق العاده ډول سره ډیر ژور او پراخ دی. یعنی تر اوسه پوری د مافبل فیواډالی ( مال دارې قبیله ای طایفه ای او کډه په شا)  وروسته پاتی او محرومیتونو د ژوند شیوه د چنبری څخه ندی ژغورل سوی.
ولی طالبان د پښتون ملیت د حاکمی طبقی په زهرو ککړ غلیظ شوونیزم له وجهی دا توان نلری چه د دوی ژوند او پراخ طبقاتی  محدویت د فیوډالی ضد – کمپرادوری بورژوازی ضد او امپریالیستی ضد د متحد پراخ او سرتاسری مقاومت پیلولو او پرمخ وړلو د ښکیلاکګرو او لاس پوځی رژیم په وړاندی مسیر ورګړی. په نتیجه کی د دوی د بسیج لپاره هغه انګیزو،وسایل او طریقو ته پناه وړی چه نه یوازی په نهایت کی بلکه به فوری ډول په هیواد کی ملیتی نفاق ته لمن وهی چه د امپریالیستی ښکیلاکګر او لاسپوڅی رژیم په ګټه تمامیږی. او دوی پدی توانوي چه د «حربکی » ځواکونو سازمان دهی حتی د غیر پښتون څخه چه ځانونه یی په حق اوناحقه  د پښتنو کوچیانو تر ګواښونو لاندی بولی، وکړی.
ت: طالبانو نه یوازی د ټولنی د نیمایی نفوس د سرشندڼو ظرفیت یعنی ښځی یی د مقاومت د جګړی په خدمت کی ندي غوړولی او ندي بسیج کړی بلکه قصدا دا ظرفیت یی هره ورځ ضایع کړی. پدی مورد کی په صراحت سره باید وویل شی چه د طالبانو مردسالاری او د ښځوضد غلیظ شوونیزم د امپریالیستی ښکیلاکګرو او لاسپوڅی رژیم په ګټه او دعمومی ملی مقاومت د بیلولو او پرمخ بیولو چه نارینه او ښځنیه په بر کی نیسی په تاوان عمل کوی. د بیلګی په ډول  حال دا چه لاسپوڅی رژیم اوتر هرڅه نه ړومبی هغه امپریالیستی ښکیلاکګر تل د ښځو د حقوقو په باره کی او مردسالارشونیزم په وړاندی مبارزه کی ستونی پړسوی، طالبان په خپلو سیمو کی په پراخه کچه د نجنو د ښونځیو په تړلو لاس پوری کوی. چنانچه څو موده مخ کی د کندهار د معارف درئیس له خولی ویل شوی دی چه په تیرو پنځلس کلونو کی د قندهار ولایت د ټولو اولیسوالیو څخه یوه نجلی هم له دولسم ټولګی نه نده فارغه شوی. او ټولي هغه نجونی چه د دولسم ټولګی څخه فارغی سوی دی او وروسته له هغه د پوهنتنونو  د کانکور ازموینه کی ګډون کړی وو د کندهار د ښار د لیسو د دولسم ټولګی فارغین وه. یا د بیلګی په ډول باربار او په مختلفو سیمو کی لیدل سویدی چه کس یا کسان دخپلی ښځي او لور تر وژلو ورسته د طالبانو سیمو ته پناه وړی ده او حتی هلته د طالبانو ټوپک یی په اوږه اچولی او پدی ډول د مجازاتو څخه خلاص سویدی.
څوکاله وړاندی یو انګلیسی خبریال د افغانستان د کمونیست(مائویست) ګوند د هوادارانو سره په خپلو خبرو کی ویلی وه چه طالبان د ودي او خپریدلو امکان لری، خو تاسی یی نلری، ځکه چه د افغانستان خلګو تاسی یی رد کړی یاست. د ګوند هغه هوادار په ځواب کی ویلی وه چه د افغانستان خلګو خلقی او پرچمی رویزیونستان او د دوی ښکیلاګر سوسیال امپریالیستی باداران یی رد کړیدی نه مونږ او مونږ پخپله د هغوا ولسی رد کوونکی څخه وو. په هغه زمانه کی زمونږ ځینو ملګرو دا استنباط لرل چه ممکنه ده امپریالیستی ښکیلاکګر په ځانګړی ډول انګلیسی امپریالیستی ښکیلاکګر د طالبانو د ودي او پراخوالی څخه د یوی حربی په ډول په افغانستان کی د ملی ولسی او انقلابی خوځښت دودي او پراخوالی او د دوی د فعال حضور د مقاومت په جګړه کی  دمخنیوی لپاره ګټه  اخیستی وی. اوس دا ممکنه ده چه ګټه یی اخیستی وی او یایی   نه وی اخیستی، ولی د طالبانو د ودي او پراخوالی د عملی نتایجو څخه د هغی زمانی نه تر اوسه پوری یو یی همدا وی چه په مستقیم اویا غیر میستقیم ډول سره، یود هغو عواملو څخه د ملی ولسی او انقلابی جګړی پیل او پرمخ بیول د امپریالیستی ښکیلاکګرو او لاس پوڅی رژیم په وړاندی مخنیوی وکړی.
مسلمه ده چه د افغانستان ملی ولسی او انقلابی خوځښت بی له جدی ایدیولوژیک سیاسی مخامخ کیدو څخه، د طالبانو له خوا تر برید لاندی راتلو په صورت کی، ددوی په وړاندی په وسلوال دفاعی برخورد سره مخامخ کیدل ، د مقاومت د جګړي په ډګر کی د فعال شتون په خاطر نشی کولای د دی ننګوني په وړاندی برې ومومی. ولی دا یفینی ده چه که مونږ وکولای سو پرخپلو کمزورتیاوو او نیمګړتیاو باندی لاس بره سو او خپل ټول بالقوه پیاوړیتوب  په بالفعل پیاوړیتوب باندی بدل کړو، په قطعی ډول سره مونږ به وتوانیږو چه د دی ننګونو په وړاندی بری ومومو، د ملی ولسی او انقلابی مقومت جګړی د پیلولو د تدارک د پړاو څخه د امپریالیستی ښکیلاکګرو او پوشالی رژیم او مرتجع داعشی ښکیلاکګرو په وړاندی په بری سره تیرشو او د جګړی په ډګر کی د فعال شتون پړاو ته ورسیږو.
ملی ولسی او انقلابی مقاومت جګړه کولای سی او باید ټولی هغی طبقاتی محدودیتونه، ملی امپریالیستی ضد، او د طالبانو ملیتی جنسیتی قسمی ارتجاعی مقاومت له منځه یووسی، او ډیر ډیر د ذکر سوی مقاومت نه وړاندی، امپریالیستی ښکیلاکګر او لاس پوڅی رژیم او همدا رنګه مرتجع داعیشی ښکیلاکګر په ځان پوری حیران کړی. ښکیلاکګر له افغانستان څخه تښتی ته مجبور کړل سی، لاس پوڅی رژیم ړنګ کړی او په اخره کی اشغال سوی افغانستان حالت صرف نیمه مستعمراتی حالت ته بدل نکړی بلکه د هیواد او د هیواد د خلګو ریښتنی خپلواکی او آزادی خوندې کړی.

د هند سره ډیر نژدی کیدل او په باکستان باندی د ډول ډول فشارونو زیاتوالی !

 هند په افغانستان باندی د انګلیس د استعمارګرانو د تیری کوونکی لښکرو په وخت کی د بریتانوی  استعمار د لاس لاندی وو چی په همدی توګه زموږ په هیواد باندی  د انګلیسی استعمار ګرانو لخوا دری تیری کوونکی جګړی د بریتانوی هند د نظامی ځواکونو پوسیله ترسره شوی. ددی پرته په اته لسیزو کی د انګلیسی استعمار د واکمنی او سلطی دوام او په افغانستان کی د مختلفو چارو پرمخ وړل د بریتانوی هند د حکومت د مسولیتونو څخه ګڼل کیږی.
د امان الله خان په خلاف د انګریزی استعمارګرانو ټولی لاس وهنی ِ د سقوی ښورښ او ګډوډی او د غدار نادر د پلمو ډک حرکتونه په کابل کی د سیاسی قدرت د لاس ته راوړلو په مقصد، د سقوی حکومت په وړاندي د مبارزی د چتر لاندی دا ټول د بریتانوی هند لخوا رامنځ ته ، او د همدی حکومت لخوا رهبری شول.
په افغانستان باندی د شوروی د سوسیال امپریالیزم د ښکیلاک او اشغال په وخت کی هم د یوی لسیزی په موده کی هندوستان د شوروی د سوسیال امپریالیزم د سیاسی ملاتړو څخه شمیرل کیده او هم د وخت د لاس پوڅی رژیم د نژدی دوستانو څخه شمیرل کیده.
ارتجاعی مستعمراتی او نیمه مستعمراتی هند اوس هم هغه سنتی رول او نقش چی تقریبآ دوه پیړې مخکی د افغانستان په وړاندی په غاړه  درلوده ، پدی مانا چی په افغانستان باندی تیری او یا د تیری کوونکو سره ملګرتیا ، یوځل بیایی دا رول په غاړه اخستۍ دۍ. هند په افغانستان باندی د امریکایی او انګلیسی امپریالیستانو د تیری په وخت کی ، د پاکستان سره د خپلو تضادونو او دښمنیو څخه په هیرولو سره پداسی حال کی چی پاکستان خپلی پوځی اډي او لاری د امریکایی یرغل کوونکو لښکرو په واک کی ورکړی، په همدغه څیر د خدماتو وړاندی کولو په اړه یی خپله اماده ګی وښودله. لدی پرته په کابل کی د لا س پوځی رژیم دټینګښت څخه وروسته، هند  په افغانستان کی د امپریالیستانو د تیری کوونکو او اشغالګرانه بیا رغونی د پروګرام او د لاس پوڅی رژیم د وطن پلورنکی برنامی د اصلی ملاتړی او مرسته کوونکی ځواک باندی بدل شو چی تر اوسه همدغه دندی ته دوام ورکوی.
تیر کال هندوستان د امریکا د دولت سره په نظامی برخه ک د همکاری یو تړون ته ورسیدل ، ددی تړون له مخی هند خپلی ټولی بحری او هوایی اډي د امریکا د متحده ایالاتو د بحری او هوایی قواوو د ترمیم او سونګ اخیستلو لپاره يه واک کی ورکوي. په هغه وخت کی داسی فکر کیده چی دا تړون زیاتره د چین سره د اختلافاتو لپاره په نظر کی نیول شوی دی ولی مونږ ددی نتیجه ګیری په تا یید سره وویل چی د نوموړی تړون مواد به د امریکا او هند لخوا دافغانستان په برخه کی هم د ګټي وړ وګرځی.
همدا اوس چی «د افغانستان لپاره د امریکا نوی ستراتیژی »په ښکاره ډول «د افغانستان او اسیا د جنوب لپاره د امریکا د نوی ستراتیژی »په نوم مطرح شوی ده ، د افغانستان لپاره د هند او امریکا د دولتونو د نظامی همکاریو تړاو له پخوا څخه لا زیات روښانه او ښکاره شوۍ دۍ، په ځانګړي توګه ددی «نوی ستراتیژی» په چوکاټ کی له یوی خوا د هند سره د امریکا د نږدیوالی او له بله پلوه په پاکستان باندی د ډول ډول فشارونو د زیاتوالی سره یوځای مطرح کیږی.
د هند سره د امریکا ډیر نږدیوالی د سیاسی او نظامی نږدیوالی په مفهوم دهند سره ٫ پرته د دواړو تر منځ د تیر کال د نظامی تړون د موادو اجرا کول دی، چی دم ګړی د لاندنیو برخو کی د پام وړ بلل کیږی:
الف - په افغانستان کی د ښکیلاکګرو امپریالیستانو د لاس پوځی رژیم سره دهند د اقتصادی همکاریو جدی ملتیا.
ب - په سیمه کی د «ترهګرو»دامن د پټن ځایونو د له منځه وړلو او په پاکستان باندی د دوه اړخیزه فشارونو د زیاتوالی په برخه کی د امریکا او هند د دولتونو ترمنځ په ګډه د همکاریو نږدیوالی.
پ  - په هند باندی د امریکایی پرمخ تللی سلاح ګانو پرولر په ځانګړی توګه د فانتوم پرمخ تللی جنګی الوتکی .
د لاس پوځی رژیم سره د هند جدی اقتصادی همکاری مختلف اړخونه لری.
چی یو د هغو څخه ، دایران د چابهار بندر له لاری هند ته د افغانستان د صادراتو زیاتوالی دی چی له مخکی څخه پیل شوی او په پام کی ده چی دا لړی زیاته شی. بل مورد هند ته د افغانستان د وچو قیمتی میوو لیږدول د هوا لا لاری څخه دی هغه هم له پخوا څخه پیل شوی او په پام کی ده چی لا زیات شی. بل مورد هند ته دهوا له لاری د افغانستان څخه د قیمتی ډبرو صادرول کیدای شی. ددی په مقابل کی افغانستان کولای شی چی د منځنی اسیا هیوادونو لکه ازبکستان، تاجکستان، قرغزستان او قزاقستان ته د سوداګریزی ترانزیتی لاره د ایران د چابهار بندر له لاری هند ته برابره او بیا د حیرتان او شیرخان بندر ته یی لاره همواره کړی.
افغانستان سره د هند د اقتصادی ډیرومرستو بل اړخ په افغانستان کی د اقتصادی بیا رغونی د لویو پروژو لکه د لارو جوړول ، د اوبو بندونه، د بریښنا بندونه د کانونو رایستل ، مهم ساختمانی تعمیراتو په برخه کی د هند زیاتی اقتصادی ونډی ښکارندوی ده.
په ښکاره ډول څرګندیږي چی افغانستان سره د هند د مرستو زیاتوالی کی به دهغه هیواد نظامی ځواکونو راتلل شامل وی، مګر یقینی ده چی پدی کی به د لاس پوځی رژیم د نظامی قواوو د روزنی او نظامی تجهیزاتو و رکولو لړۍ شامله وي.
دهند او امریکا ډیر نږدیوالی په یقینی توګه په مستقیم او غیر مستقیم ډول د نظامی پلوه ، د هندی ځواکونو څخه د ګټی اخستلو په مانا وی. یعنی دا چی د هند لخوا په پاکستان باندی د فشار زیاتول او لدی مخکی د کشمیریانو د ازادی غوښتونکی مبارزو ځپل، چی په هند کی خپل ځپونکي شتون ساتلو ته دوام ورکوی او هم ممکنه ده چی په پاکستان کی د بلوڅو د بیلتون غوښتونکوسره لا زیات مرسته وشی.
په پاکستان باندی د فشارونو زیاتیدل به له وړاندی څخه په پاکستان باندی د اقتصادی فشارونو زیاتوالی وی چی له مخکی څخه په پاکستان باندی د امریکا د نظامی مرستو په بندیدلو سره پیل شوی دی. په یقین سره پاکستان د خپلی خاوری څخه د طالبانو د مشرانود ویستلو په خاطر د امریکا، هند او په سیمه او نوره نړی کی د نورو انډیوالانو( متحدینو) لخوا د ډیر سخت فشار لاندی دی. ددی امکان موجود دی چی لاس پوڅی رژیم به د امریکا او نورو متحدینو په ملاتړ د پاکستان څخه خپل شکایت د ملګرو ملتونو سازمان ته ورسوی او په پاکستان باندی به د اقتصادی بندیزونو لګولو غوښتنه وکړی. او ددی قوی امکان هم شته چی په پاکستان کی به د طالبانو په پټن ځایونو باندی د امریکا د بی پیلوټه الوتکو حملی زیاتی او له سره پیل شی.

د چین او روسیی امپریالیستی ـ ارتجاع په وړاندی د اروپا، جاپان، استرالیا امپریالیستانو او هند سره په یووالی د صفبندیوتشدید
«په افغانستان کی د امریکا  نوی استراتیژی» يا« په جنوبی اسیا او افغانستان کی د امریکا د نوی استراتیژی» یوه مهمه موخه چی اعلان شوی نده د چین او روسیی په خلاف امپریالیستی صف بندی ده چه د هند او د اروپایی امپریالیستانو، جاپان او استرالیا سره په ملګرتیا پرمخ وړل دی. ددي ترڅنګ ځنې کوچنی هیوادونه لکه جنوبی کوریا، تایوان ، سعودی عربستان او اسرایل هم ددی ارتجاعی امپریالیستی یووالی سره دامریکایی امپریالیستانو او دهغه غټ متحدینو په څنګ کی ولاړ دی. ولی شمالی کوریا او تر یوی اندازی پاکستان او ایران بیا د نوموړی اتحاد د مقابل لوری د صفبندیوسره تړاو لری.
دم ګړی د نړی په څلورو ځایونو کی په لومړی درجه کړکیچ شتون لری:
په ختیځه اروپا کی کریمه او ختیځ اوکراین .
په منځنی ختیځ کی عراق او سوریه.
په منځنی اسیا کی افغانستان، جنوبی اسیا او منځنی ختیځ .
لری ختیځ کی جنوبی او شمالی کوریا .
په ختیځه اروپا کی ، روسی امپریالیستان د امریکایی امپریالیستانو او د هغوی د اروپایی ملاتړو څخه چی په نا ټو کی دی د روسیی لویدیځی خواته په پراخه تګ غوښتنی له کبله ستونی ته راغلی او جنګ ته یی مخه کړی ده. ددی پرمختګ په نتیجه کی د ختیځی اروپا یو هیواد هم د روسیی په ځنګ کی ندی پاته شوی او ټول په نا ټو کی د امریکا په ملاتړ دریدلی دي. ددی په مقابل کی روسی امپریالیستانو هم د روسیی سره د اوکراین د روسی ژبو اوکراینانو د یوځای کولولپاره جګړه پیل کړه او کریمه یی په رسمی ډول د اوکراین روسی ژبی برخه جلا او په روسیه پوری وتړله. د امریکایی امپریالیستانو او په ناتو کی د هغوی د اروپایی انډیوالانو غبرګون د روسیی په مقابل کی داؤو چی په چک او پولند کی یی د امریکایی توغندیو دفاعی سیستم فعال او د ختیځی اروپا په نورو ځایونو کی یی د امریکایی، انګلیسی او المانی نظامی قطعاتو چی په نا ټو کی شتون لری ځای پر ځای کړی. په مقابل کی روسیی خپل اتومی توغندیو سیستم د روسیی په لویدیځه برخه کی ځای په ځای کړ او چک او پولند کی یې د امریکایی توغندیو سیستم او په ختیځی اروپا، مرکزی او لویدیځی اروپا کی د نورو نظامی اهدافو لپاره په نظر کی ونیول. دغه نظامی مخامخ کیدل یو بل ته همداشان دوام لری او سیمه یی د یو کړکیچن او ترینګلی سیاسی او نظامی حالت سره مخامخ کړی ده.
په منځنی ختیځ کی د امریکایی اميریالیستانو ارتجاعی او امپریالیستی جګړي، د امریکا اروپایی امپریالیست پلویان او عربی ارتجاعی ځواکونه له یوی خوا او د روسیی امپریالیستانو پوری تړلی ایران او عربی پلویان د بل لوري، د منځنی ختیځ د هیوادونو د ولسونو او هم پخپل منځ کی په ځانګړی توګه په سوریې او عراق کی، د داغش د وحشت او دهشت د ارتجاعی جګړی په خلاف د امپریالیزم د ارتجاعی تقابل په مخلوط  ډول پرمخ وړل کیږی. په ترکیه، سوریی، عراق او ایران کی د کردانوموضوع د تیرو لسو کالو څخه راپدیخوا توده ده چی د لوړو او ژورو په لرلو سره مخکی تللی ده، په همدی توګه په یمن باندی د عربستان سعودی او د هغوی د پلویانو لخوا یرغل او تیری د سعودی د شهزادګانو او واکمنانو د واک ساتلو چی په عربی نړی کی د ایران د اسلامی جمهوریت د پرمختګ په مقابل کی د چتر لاندی چی تاریخی سوابق او ریښی لری په عراق، سوریه او منځنی ختیځ کی چی اميریالیستی ارتجاعی جګړی روانی دي په خپل وار په اوضاع او احوال باندی اثرِغورځوي . په سیمه کی دا ټول سیاسی او نظامی کړکیچ ددی لا مل شوۍ چی د فلسطین د خلکو ستونزه څنډی ته شی او حالات د صیهونیزم او د هغوۍ د امپریالیستی ملاتړو په ځانګړي توګه د امریکا د امپریالیزم په ګټه تمام شوی ده.
دی ټولو جګړو د یو سیاسی او نظامی کړکیچن بڼه غوره کړې او د یو زر سر لرونکی ښامار په څیر یی د سیمی ټولی زیرمی او امکانات خیټی ته اچوی. چی پدی وروستیو کی د عراق د«د کردستان اقلیم »د خپلواکی غوښتونکی ښکاره حرکت پدی باندی وراضافه شوی دی. که څه هم په ښکاره ډول امریکا د کردستان ددی خپلواکی غوښتونکی حرکت  مخالفت کوی، خو که کله په راتلونکی کی د امریکا دایمی یا عملی ملاتړ ورسره شی. نو د عراق، ایران ، سوریی او ترکیی هیوادونه به ټول د یو کړکیچ سره مخامخ شی او د کړکیچ دا لړۍ به د منځنی ختیځ د ټولو هیوادونو ته خپور شی. له یاده دی ونه ویستل شی چی څو کاله د مخه امریکایی امپریالیستانو په منځنی ختیځ کی د یو ازاد کردستان نقشه رسم کړی ده او امکان لری چی «د کردستان اقلیم» د خپلواکی غوښتنی موجوده حرکت د نوموړی نقشی د تطبیق لومړنی ګام وی. که چیری همداسی وی نو په راتلونکی کی باید نور ګامونه هم د یادی نقشی له مخی د منځنی ختیځ په ټولو هیوادونو افغانستان او پاکستان کی د تجزیی او بیلوالی شاهدان واوسو.
د افغانستان د جګړي په اړه تازه او مهم بدلون ، د هند او امریکا د اړیکو نږدیوالی، د روسیی څخه د هند لریوالی او د امریکا څخه د پاکستان لریتوب او د چین سره یی د ډیر نږدیوالی او همدا رنګه د روسیی او ایران سره د افغانستان په اړه یووالی ، د جنوبی اسیا په سیمه کی څرګند دی.دامریکا امپریالیستی ښکیلاکګرو « په افغانستان کی د امریکا نوی استراتیژی »د طرح او تطبیق څخه یو مهم اقتصادی هدف دادی چی غواړی د افغانستان د اقتصادی او د ځمکی لاندی زیرمی لا ډیراستثمار کړی او بل هدف یی په سیمه کی د چین د اقتصادی چټک حرکت مخه نیول دی کوم چی دو ریښمو د لاری پوسیله چین د افغانستان، پاکستان، د منځنی اسیا هیوادونه ، ایران او ترکیه د اروپا سره نښلوی، د کنټرول لاندی ونیسی. ښکاری چی امریکایی امپریالیستان د چین سره پدی اقتصادی سیالی کی پرمختګ نشی کولی نو ځکه هڅه کوی چی د نوی استراتیژی په چوکاټ کی د نظامی اقداماتو پوسیله د چین ددی چټکتیا مخه ونیسی او یا یی د کنټرول لاندی راولی.
«په افغانستان کی د امریکا نوی استراتیژی» « د اسیا په جنوب او افغانستان کی د امریکا د نوی استراتیژی» په نوم یادیږی. له همدی کبله امریکایی امپریالیستان د اسیا په جنوب کی د ټولو وسلوالو مبارزو په اړه موضوعاتو، لکه هند په مختلفو سیمو کی وسلوالی مبارزی چی مهم یی د هند د کمونست ( ماویست هند) حزب په رهبری د خلکو جنګ  دهند په ډیرو ایا لتونوکی او همدا ډول کشمیر کی وسلوالی مبارزی، د همدی «د امریکا نوی ستراتیژی» په چوکاټ کی مطرح دي. حتی کیداۍ شی په نیيال کی د خلکو د جنګ د ماتی سیاسی او نظامی نتایج هم د همدی ستراتیژی په چوکاټ کی مطرح وی. نو پدی ډول ښکاره ده چی ددی وضعیت او حالت تاثیرات به ژر یا وروسته د افغانستان د ولسی ملی او انقلابی مقاومت ته که څه هم پدی وخت کی په سیاسی لحاظ ډیر کمزوری دی، ورسیږی.
د کوریا بحران یو کړکیچن حالت کی دی چی د شپږو لسیزو څخه یی دیر دوام کړۍ دۍ. ددی کلونو په اوږدو کی په کوریا کی د جنګ حالت په رسمی ډول له منځه ندی تللۍاو همدا رنګه دوام لری. د کوریا د کړکیچ د زیاتوالی او اوږدوالی علت اتومی سلاح ته د شمالی کوریا لاس رسی دۍ چی د امریکا او د هغه د جاپانی او جنوبی کوریا ملګرو د سخت غبرګون سره مخامخ دی. مګر ددی ټولو غبرګونونو او اقتصادی بندیزونو او نظامی تهدیدونو چی د شمالی کوریا په مقابل کی تر سره شوی او کیږی تر اوسه شمالی کوریا د هغوی يه مقابل کی مقاومت کړۍ او د اميریالیستی تهدیداتو يه مقابل کی تسلیم شوی ندی . له بلی خوا په لری ختیځ کی د کوریا د کړکیچ څخه پرته ، د جنوبی چین د بحیری په سیمه کی د چین د سوسیال اميریالیزم د وړاندی تګ هم يدی زیات شوی دی. چی د چین د سوسیال اميریالیزم د وړاندی تګ نه یواځی د سیمی د هیوادونو لکه فلیپین او ویتنام د ګوتنیونی سبب شوی، بلکه د چین د سوسیال امپریالیزم او د امریکایی او جاپانی امپریالیزم ترمنځ یی د تضاد زیاتوالی چټک کړی دی. په حقیقت کی د چین د نظامی ځواکونو لخوا د جنوبی چین د جزایرو تصرف ؤو چی تیر کال یی د امریکا د امپریالیزم او هندی ارتجاع ترمنځ د نظامی همکاری تړون لاسلیک ته زمینه برابره کړه او د هند حکومت د امریکا ، جاپان او استرالیا په نظامی ټولګی کی د اسیا-پاسفیک په سیمه کی یوځای شو. او دغه صفبندی یی د یو نظامی ، امپریالیستی – ارتجاعی صفبندی په توګه د چین د سوسیال امپریالیزم په مقابل کی د هند تر بحر او جنوبی اسیا پوری وغزاوه. 
  هغه دندي چی مونږ یی په سمدستی ډول د ځان په وړاندي لرو !
«په افغانستان کی د امریکا نوی استراتیژی» یاد« اسیا په جنوب او افغانستان کی د امریکا نوی استراتیژی» په افغانستان ، سیمه او نړی کی د جنګ د پای په مانا نده بلکه «د زیات وژلوـ» او د جګړو د زیاتولو په مانا ده. په هیواد کی د امپریالیستی ښکلاکګروځواکونو ډیریدل، د هیواد د خلکو بمباری کول او عامه وژنی دوه چنده کیدل ، د لاس پوځی رژیم د وسلوالو ځواکونوسمبالول، د امپریالیزم د سیاسی ، نظامی – ارتجاعی ځواکونوپیاوړی کول او پراخوالی په جنوبی اسیا، اسیاـ پاسفیک او ټوله نړی کی او د «بربریت» په ضد د غربی «تمدن» د سرتاسری جګړی اعلان د امپریالیزم د تسلط لاندی هیوادونو کی  چی د اسیا، افریقا او لاتین امریکا د ولسونو په خلاف د غرب د استعمار همیشګی شعار دی. په افغانستان او نړۍ کی د سولی د زیری راوړونکی ندۍ ، بلکه د امپریالیستی جګړی د زیاتوالی پیغام راوړونکی دی.د نړی په موجوده شرایطو کی دا جګړه یواځی په اسیا، افریقا او لاتین امریکا کی د ستم او ظلم لاندی ولسونو په ضد پخپلو هیوادونو کی ندي ، بلکه امپریالیستی هیوادونو ته ددی دری وچو د کډوالوکارګرانوپه ضد په امپریالیستی هیوادونو کی جګړه ده. د متحده ایالاتو سپینی ماڼی ته د ترامپ د نوی فاشیزم لاره پیداکول، په نړۍ او متحده ایالاتو کی د ترامپ د جګړی د اعلان هغه نتیجه ، ده چی د امریکا د جمهوری ریاست د ټاکنیزو مبارزو څخه تر اوسه شوی ده.
په امریکا کی د ولسونو پراخه اعتراضی خوځښتونه او حرکتونه د نوی فاشیزم او د هغه د «لیونتوب» په ضد دا ثابتوی . د امپریالیسزم د زبرځواک په وړاند ي د نړۍ په موجوده شرایطو کی دیوملی ولسی او انقلابی جګړی سره لکه د ویتنام د خلکود ملی مقاومت  د امریکا او د هغه د متحدینو به ضدمخامخ کیږی، کیدای شی چی  دننه څخه و پاشل شی، پدی مانا چی د امپریالیزم حاکمه قدرت پخپله په امریکا کی د انقلابی ځواکونو لخوا مات او له منځه لاړ شی او په امریکا کی انقلاب برې ته ورسیږی. اما اوسنی ارتجاعی په عمده توګه طالبانی مقاومت پدی کچه ندی چی په هیواد کی د مقاومت بالقوه قواوی سره منظم کړی، په هغه ډول چی پورته مو اشاره وکړه ندی، بلکه پدی ندی موانیدلی چی په افغانستان کی د امریکایی ښکیلاکګرو په ضد د مقاومت کوونکو او په امریکا کی د ولسونو تر منځ د امپریالیزم په ضد د مبارزی نږدیوالی او پیوستون رامنځ ته کړی. نو پدی سبب مونږ باید په خپل ټول زوراوتوان سره په چټکی د ملی  ولسی او انقلابی مقاومت جګړی  د پیل کولو لپاره په غوڅه توګه د اوصولی او بریالی پرمخ وړلو لپاره په راتلونکی کی پرمخ لاړ شی.
هغه دندی چی ددی لاری د پرمختګ لپاره پغاړه لرو!
مبارزاتی اړتیاو ته په وخت د اوصولی ځواب ورکولو په خاطر د ګوند ټینګښت او پراختیا لپاره مبارزه.
د افغانستان په کمونیست( مائوئیست) واحد ګوند کی د ټولو مارکسیست ، لیننیست او ماویست ځواکونو او اشخاصو یوځای کول.
د امپریالیستی ښکیلاکګرواولاس پوڅی رژیم په خلاف د ټولو کسانو او نوې ملی ډیموکرتیکو ځواکونو سره د عملی مبارزی په برخه کی د همکاری لړۍ پیل کول.
د ولسی چارو پراختیا – او توده یی مبارزاتی فعالیتونو په برخه کی د توده یی کار په تکیه د ولسونو سازماندهی او بسیج کول ، د ښځینه او نارینه کارګرانواوکروندګرو ترمنځ توده یی سازماندهی.


مړه دې وي امپریالیستی یرغلګر او لاس پوڅی رژیم
مخ په وړاندی د ملی ولسی او انقلابی  مقاومت جګړی د پیل پرمخ بیولو او تدارک په لور
د افغانستان کمونبست ( مائوئیست) ګوند
د تلي ۸  کال۱۳۹۶
30 سپتمبر 2017