Skip to: Site menu | Main content

 

 

 

 

 

د می لمړی ورځ یوه نړیواله سور انقلابی ورځ ده.

د اکتوبر د انقلاب بیرغ ماتی نه خوړونکی دی
مائوتسه دون
سږ کال د اکتوبر د انقلاب سلمه  کلیزه نمانځو امپریالیستان، مرتجعین، ریفورمیستان  او ډول ډول اپورتنیستان هڅه کوی چه دغه ستره او تاریخی پیښه بدنامه او ککړ کړی او ددی روځی د نمانځولو اړینتوب لمنځه یوسی. لکه د تیر کال په شان چه دا کار یی د ستر پرولتاریایی کلتوری انقلاب د پنځوسمی کلیزی د نمانځولو په هکله وکړ. دوی دا کار ددی لپاره کوی او پوهیږی چی ددی ستراو تاریخی پیښو پیغام په اوسنی وضع کی پرولتاریا او پرګنو ته تر پخوا لا زیات د وړاندیکیدو وړ دی.
مونږ د امپریالیزم، پانګه والی ، دکارګرانو د استثمار او پر پرګنو باندی د ستم څخه د خلاصون د پاره باید دپرولتری انقلاب و کړو. کارګره طبقه باید  سیاسی واک  د حاکمه طبقاتو له لاس څخه وباسی ،خپل سیاسی واک او دولت یعنی پرولتاریایی دیکتاتوری ټینګ او سوسیالیزیم جوړکړی. دوی باید انقلاب ته په هر هیواد کی او د نړی په کچه وده او دوام ورکړی تر څو د امپریالیړم د ځنځیرونو څخه خلاص او د نړی په کچه د کمونیزم په لور مخ په وړاندی ودانګو.
امپریالیستی نظام هسی چه لینن  په خپل ستراثر (امپریالیزم د پانګه والی لوړ پړاو)  کی تحلیل او څرګند کړی وو یو خوسا او وروست نظام دی.
امپریالیزم او د هغه حکومتونه په ټولو برخو کی د یو ژور اقتصادی، مالی ، سیاسی او ټولنیز کړکیچ سره مخ او دوام لری او امپریالیستان د خپل کړګیچ بار په دننی کچه  د امپریالیستی هیوادنو پرپرولتاریاو او ولسونو باندی او په نړیواله کچه پر خکګو او تر ستم لاندی ملتونو باندی اچوی.
امپریالیزم په خپله اقتصادی جګړه د یرغل او لوټولو جګړه د نړی د نوی ویش لپاره ده. امپریالیزم ارتجاع او فاشیزم دی. امپریالیزم د پانګوالی ورستی پړاو دی او روځ تر بلی خپل د ړنګیدو او پرځولو اړینتوب په ډاګه کوی.
همدا علت دی چه ولی  د لینین او د اکتوبر د انقلاب پیغام تر بل هروخت ډیر روښانه او تلپاتی دی. په امریکی کی، دي ډیر عښتلی امپریالیزم تر حاکمیت لاندی د ټرمپ بری د يانکی امپریالیزم د کړکیچ ښکارندوی دی او د هغه هڅه او زیار چه ددی زورور اقتصادی جګړی ځان خلاص کړی، نظامی حاکمیت، پر ستراتیژیک او جیوپولتیک سیمو باندی د ولکی ټینګول او په نړی کی د جګړی د بیلو نندارتونو د یووالی له سره تعریف
.
 د ټرمپ بری د ا په ا صطلاح امریکایی ډیموکراسی ځناورتوب په ښکاره ډول وښود. پدی "ډیموکراسی "کی  یو فاشیست میلیاردر واک ته رسیدلئ چه په امریکی کی دننه د بی وزله پرګنو او په نړیواله کچه دنړی ترستم لاندی خلګو په ضد د جګړی لوبه په لاره اچولی او په مخ یی بیایی.
د ټرمپ بری په ټولو امپریالیستی هیوادنو کی ارتجاع، پولیسی دولت، عسکریتوب، دایمی بیړنی حالت، د پرولتاریا په ضد داخلی جګړه د ښځو د حقونو په ضد، د افریقای الاصل امریکایانو په ضد، د کډوالو په ضد د هغو د ایستلو اود یوالو جوړولو، د مسلمانانو او عربو په ضد، د مترقی پر مختلونکو عقیدی په ضد په ښونځیو، پوهنتونونو، ډله ایزو رسنیو ، کلتور، هنر  او نور- پیاوړی کړه.
د امریکا د امپریالیزم نوی بریدکونکی څیره د امپریالیستانو خپل منځی تضادونه لکه د روسیی د امپریالیسم سره دا اتومی زبر ځواک ،د چین سره دا نوئ سوسیال امپریالیستی ځواک ، او د اوروپایی امپریالیستی هیوادنو سره چه اوس د جرمنی د هیژمونی لاندي دي، تیره کوی.
په نړیواله کچه د امپریالیستی هیوادنو تر منځ د بازارنو د ویش په سر سیالی د انرژی د سرچینو کنټرول، ارتجاعی او یرغلګری جګړي د مرګ کرل، ټول وژنه او ویجاړتوب په ټوله نړی کی زیږوی او پیاوړی کوی.
د امپریالیستی یرغلګری جګړي د نړئ په هر ګوټ کی د کډوالئ د سترو څپود راپارولو لامل ګرځی .
دامپریالیستی جګړو وحشت او د هغو (راکرځیدل وکورته) حتا  د امپریالیستانو د پوځی کلاګانو په زړه کی او ددي هیوادنو په کوڅو کی د وینو بهیدل ددي جګړی ځناورتوب ښیی. په ټولو امپریالیستی هیوادنو کی د نړی د اربابانو دولتونه او حکومتونه د پرولتاریا او اولسونو په ضد داخلی جګړه د کړګیچنو په وسیله خوځول کیږی او وده ورکوی. د ستم او ځپلو پروړاندی باید پاڅون وکړواو خورا ډیر وجنګیږو.
د امپریالیزم ترستم لاندی هیوادنو کی پرولتاریاوی او تر ستم لاندی خلګ د امپریالیزم ضد او ملی خپلواکی لپاره د خلګو جګړی ته زور ورکوی. په ځانګړی توګه اړینه ده چی د فلسطین د خلګو او عربانو چه  د  صیهونیستی امپریالیستی دولت په وړاندی مبارزه کوی ملاتر وکړو. د هند نه  تر فلیپین له ترکیی نه تر پیروپوری د مارکسیست – لیننیست-مائویست ګوندونو  تر رهبری لاندی  دخلګو جګړه د امپریالیزم او ارتجاعی رژیمونو څخه د خلاصون او نوی ډیموکراتیکو دولتونو بنسټ ایښودل او د سوسیسالیزم په لور وړاندی تلل يوازنئ لاره ده.
نن د (ناګزلباری پاڅون) پنځوسمه کلیزه ده ، کوم پاڅون چه  د ټول وژنو، د زرغون ښکار عملیات  د ماویستانو او ادیواسی خلګو ، انقلابی او دیموکرات روښان فکران، زده کونکی، کارګران،کروندګر، د ښځو اوملی اقلیتونو  د مبارزوځپلو په وړاندی جګړه ،په هند کی جنګ خلق ته لاره پرانستله . دي وښودله چه هیڅکله او هیڅ وخت ددی توان نلری چه جنګ خلق او د خلګو د  خپلواکی مبارزات ودروی او همدا رنګه هیڅ کله او هیڅ وخت نشی کولای د نړی وال ملاتر مخ ونیسی
د اکتوبر انقلاب او ستر لینین دا وښودله چه د رویزیونیزم او اپورتونیزم ضد د مبارزی پرته  د امپریالیسم او د هغو د دولتونو په وړاندی جګړه نشو ګټلای. عینی شرایط د انقلاب لپاره برابر دي ځکه چی دا يونړیوال عمده روند دی ټول هغه سوسیال دیموکراتیک او پخوانی کمونیست ګوندونه چه رویزیونیست او ریفورمیست سوی  د اولسونو په منځ کی خپل اعتبار له لاسه ورکړئ  او دا یی ثابته کړی چه دوی د خلګو د کار او ژوند د شرایطو په دفاع کی د امپریالیزم د جګړی، فاشیزم او پولیسی دولت په وړاندی د مقابلی بی ګټی اوزار دي. ددي قواؤو د کړکیچ تر څنګ مونږ د ارتجاعی پوپولستی او ارتجاعی بنیادګری خوځښتونو د هڅو د راپورته کیدو شاهدان یو چه دوی اولسونه سره ویشی او دا پرګنی په یو ډول نه په یو ډول ددي او یا هغې امپریالیستی ماشین پوری چه په پایله کی د امپریالیزم تر ټولو ارتجاعی برخی، بورژوازی او د هغوی نوګرانو پوری تړی.
پرولتاریاوی او اولسونه باید په غوڅ ډول پارلمانتاریستی او سولحه غوښتونکی غولونکی لاره رد او د هغو د قواوو بی وسلی کیدل په نښه او په زغرده د انقلاب لاره ومنې.
د خلکو جګړه د انقلاب د بریالی کید لپاره تر ټولو پرمختللی بڼه ده کوم چی مونږ باید په ټولو هغه هیوادونو کی چه جنګ خلق یی پخوا پیل کړی دی ملاتړ وکړواو په نورو ټولو هیوادوکی د هر هیواد د ځانګړی شرایطو په اساس چمتوکول او تطبیقول کول ،ددي امر لپاره د ریښتنی کمونست ګوندونو جوړښت ته چه د کارګری طبقی مخکښ او د ټولو خلګو د رهبری هسته وی اړتیا لیدل کیږی.
کمونست ګوند ونه د انقلابی علم (مارکسیزم- لیننیزم – ماویزم)  پر بنسټ د طبقاتی مبارزی د اور د حرارت په رڼا کی د خلګو جګړی پیل او پرمختګ د اولسونو سره د نږدی اړیکو او په واقعتونو باندی ولاړ - جوړیږی .
کمونیست ګوندونه باید د ټولواستثمارشوی اولسونواو ټولوهغو خلګوسره چه دامپریالیسم ترستم لاندی دي متحده جبهه جوړ اواړین تاکتیکونه چه دسیاسی اونظامی حاکمیت بڼه ځانته اخلی، وده ورکړی .
کمونیست ګوندونه په امپریالیستی هیوادونوکی باید نوي پرولتاریاوی کډوال د خپلولیکو سره دمخکښ ددندی درول لوبولو له لاری دمافوق استثمار،غلامی،اوراسیزم په ضد، یوځای کړی.
کمونیست ګوندونه باید دځوانانودپاڅون اودښځومبارزی سره یوځای اودانقلاب لپاره دیوپیاوړي ځواک په بڼه تنظیم کړی.دو‌ئ بایددخپل هیواد دامپریالیزم په ضد دپرولتاریا اوترستم لاندی خلګودعمده دښمن په حیث وجنکیږی اوپه ټینګ هوډ سره دهغوملتونوچه تر یرغل لاندی دي پلوی وکړی.موږ نن بایدپه ځانګړی ډول دامپریالیسم له خوا دافغانستان د اشغال په ضد،امپریالیستی یرغل پر سوریي باندی او دکوریا په وړاندی اتمی ګواښونوپه ضد وجنګیږو.
امپریالیستی جګړه او دبور‌‌ژوازی دیکتاتوری وکمونیست ګندونوته دا اړتیا رامنځته کوي چه ځانونه دامپریالیستی جګړی په وړاندي دخلګودجګړی له لاري د جنګی ځواک اودسره پوځ دهستی په بڼه سمبال کړي.
دخلګوجګړې سربیره پرټول وژني دصلح دخبرواترودلومي سره مخ دئ چه دخلګودجګړی پرمختګ،پیاوړتوب او ټینګښت دستراتیژیک تعرض لیرلید ته درسیدومخه نیسی او دخپل لاری څخه داړولو ،زندئ کولو اوددوې ترمنځ دبیلوالی راوستلوپه موخه اودتسلیمي په لورلارښودنوسره مخ دي.

انترناسیونالیسم :په نړئ کی دپرولتاریا اوترستم لاندی خلګودګډ دښمن په وړاندی یووالي دئ.
انترناسیونالیسم : په خپل هیواد کی دزړه لکومی او په بشپړډول سره دانقلابی خوځښت اودانقلابی مبارزو(دتبلیغاتو،هوادارئ اومالی مرستوله لاري)ددي مبارزی پلوي،له استثنا پرته دغه اویوازی دغه خط  (کرښه)په هرهیواد کی ،دئ. (لنین)
انترناسیونالیسم : دنوي انترناسیونالیستی تشکیلاتوجوړښت دئ چه دکمونستانوستونځي اومسلی په ګوته کړي اووتوانیږی چه دنړیوال کمونیستی خوځښت عمومی خط دتدوین او دیونوي کمونیستی انترنا سیونال دجوړیدو په لوروخوځیږي.
تل دي وي داکتوبردانقلاب سلمه کلیزه.
مړدي وي امپریالیزم: وړاندي دخلګوداوږدمحال جګړي په لور، په ټول نړئ کی.
تل دي وي دپرولتاریاؤو اود ترستم لاندی ملتونومبارزی په نړئ کی.
تل دي وي پرولتری انترناسیونالیزم.
دراتلونکی سور اوسوسیا لیستی نظام لپاره او دانګل دکمونیزم په لور.
لاس لیکونه:
۱ – دایران دماؤستانویوه ډله
۲ ـ دکمونیست مائویست ګوند دجوړښت کمیټه، ګالیسیه-د اسپانیی ایالت.
۳ ـ د نیپال کمونیستی هسته.
۴ ـ دافغانستان کمونیست(ما ؤیست)ګوند.
۵ ـ دصربستان کمونیستی خوځښت.
۶ ـ د برازیل کمونیست ګوند(سورفراکسیون).
۷ ـ دهند کمونیست ګوند(مائویست).
۸ ـ د نیپال کمویست ګوند(انقلابی مائویستان).
۹ ـ ډیموکراسی او طبقاتی مبارزه (برطانیه).
۱۰ ـ ستره ناکراري (ویلز- دبرطانیی ایالت).
۱۱ ـ طبقاتی موقف (جرمنی).
۱۲ ـ دتونس کمونیستی مائویستی خوځښت.
۱۳ ـ کمونیست مائویست ګوند (فرانسه).
۱۴ ـ د ایټالیا کمونیست مائویست ګوند.
۱۵ ـ دمانیپورکمونیست مائویست ګوند.
۱۶ ـ مائویستی انقلابی اتحاد (سریلانکا).
۱۷ ـ دکمونیستی کارګرانوسازمان (تونس)
۱۸ ـ د تونس( Khadehine ) کوند.
۱۹ ـ دکاناداانقلابی کمونیست ګوند.
۲۰ ـ انقلابی کمونیست ګوند(دکیوبیک حوزه)
۲۱ – انقلابی پرکسیس (ستربرطانیه).
۲۲ ـ دکمونیست کارګرانواتحاد(م ل م) کولمبیا.
۲۳ ـ دکارګرانوږغ – مالیزیا.