Skip to: Site menu | Main content

 

 

 

 

د افغانستان کمونست(مائوئیست) ګوند د مرکزی کمیټی اصلی او علی البدل غړو د  ملګرۍ حفیظ د مړینی له کبله او د هغه د یادګیرنی د پاره ۱۳۹۱ د وږی په ۲۴ (۲۰۱۲ د سپټامبر په ۱۴) نیټه کی خاصه ناسته وکړه او لاندنی اطلاعیه یی تصویب او خپره کړه

اطلاعیه  
د افغانستان کمونیست(مائوئیست) ګوند د مرکزی کمیټی غړې ملګری حفیظ د مړینی په مناسبت


د افغانستان کمونست(مائوئیست) ګوند مرکزی کمیټه په ډیر ژور خفګان او خواشینی سره د ګوند د مرکزی کمیټی غړی ملګرۍ حفیظ مړینه د ګوند ټولو غړو او هوادارانو ته، د افغانستان نورو مائوئیستانو ته، دنړی مائوئیستی ګوندونو، سازمانونو او د نړیوالی کمونیستی غورځنګ ټولو ګډونوالوته خبر ورکوی.
 ملګرۍ حفیظ د افغانستان د نوی دموکراتیک غورځنګ د پخوانی کسانو څخه وو. ملګری، خپل انقلابی او سیاسی فعالیت په ۴۰ مه لسیزه کی په داسی حال کی چه د ښونځی زده کونکی وو د شعله جاوید دجریان د فعالینو په څیر پیل کړ. هغه د شعله جاوید دجریان ټوک ټوک کیدو نه وروسته هم د جریان په خط او موخو ژمن پاتی شو او د ۱۳۵۷ کال د غوایی اوومی ناولی کودتا او د سوشیل امپریالیستی ځواکونو بربنډ یرغل په ۱۳۵۸کال د مرغومی شپږمه نیټه او د هغوی لخوا د افغانستان ښکیلاک نه وروسته خپل ملی دموکراتیک او انقلابی فعالیتونو ته د هیواد نه دباندی ادامه ورکړه.
ملګرۍ حفیظ د ۱۳۶۴ لمریز کال په وروستیو کی د انټرناسیونالیستی انقلابی غورځنګ د جوړیدو او دهغه د خط څخه په اغیزمند کیدو سره وتوانید د خپل څو ملګرو په مرسته د تبلیغ او ترویج کمیټی بنسټ جوړ او د "شعله" جریده خپره کړی. د شعله جریده د مارکسیزم- لنینیزم- مائوتسه دون اندیشه د یو مبلغ او مروج جریدی په څیر د خپریدو په دوران کی وتوانید چه خپل تبلیغی او ترویجی دنده په ښه توګه تر سره کړی.
 کله چه د ۶۰ لمریز لسیزی په وروستیو کی د پیوستون او یووالی کمیته د افغانستان کمونیستانو انقلابی هستی او د تبلیغ او ترویج(م ل ا) کمیټی تر منځ جوړه شوه، ملګرۍ حفیظ د خپل مشرتابه لاندی اړخ په استازیتوب پدی کمیټه کی فعال شو. د پیوستون او یووالی کمیټه  له یو مودی فعالیتونو نه وروسته پراختیا  وموندله او د "املا- د مائوتسه دون اندیشی څانګه" او "د افغانستان د ژغورولو لپاره د پیکار سازمان" استازو هم پکی ګدون وکړ.
د افغانستان کمونیست ګوند د کنګری تر دائریدو نه څومیاشتی وروسته په ۱۳۷۰ لمریز کال کی ملګری حفیظ د تبلیغ او ترویج (م ل ا) کمیټی په استازیتوب د افغانستان کمونیست ګوند سره د یوځای کیدو خبری اتری ددی ګوند د استازو سره په بری سره پرمخ بیولی او وروسته له هغی د ګوند د مرکزی کمیټی غړیتوب ترلاسه کړ. ملګرۍ د هیواد نه دباندی د څو کلونو په اوږدو کی د افغانستان کمونیست ګوند د هوادارانو سیمییز واحد ذمه واری په بری سره مخ ته یوو‌ړ. هغه دافغانستان کمونیست ګوند د هیيت غړی په توګه په ۱۹۹۳ ع کال انټرناسیونالیستی انقلابی غورځنګ په دویمه پراخه ناسته کی چه ژوندی دی وی مارکسیزم- لیننزم- مائویزم سند تصویب شو ګډون او خپل انقلابی ونډه یی په ډیر ښه ډول تر سره کړ.
ملګرۍ حفیظ د افغانستان کمونیست ګوند یو له هغو استازو څخه وو چه د کمونیستی غورځنګ(م ل م) یووالی په کنګره کی ګډون وکړ او په نوموړی کنګره کی د افغانستان کمونیست(مائوئیست) ګوند د مرکزی کمیټی د غړی په حیث و ټاکل شو. ملګرۍ د څو کلونو په اوږدو کی دهیواد نه دباندی دګوند دهوادارانو سیمییز مسئول په حیث ګوند او انقلاب ته د ستایلو وړ خدمتونه کړی دی. هغه دڅو کلونو په ترڅ کی د افغانستان کمونیست(مائوئیست) ګوند د نړیوال فعالیتونو په پر مخ بیولوکی، دانټرناسیونالیستی انقلابی غورځنګ او د هغه کمیټی په اړوند فعالیتونو کی او هم  دنړی د نورو مشخصو مائوئیستی ګوندونو سره د ګوند د اړیکو ټینګولو په فعالیتونوکی ونډه درلوده. هغه د څو کلونو په موده کی دانټرناسیونالیستی انقلابی خورځنک په تبلیغی او ترویجی فعالیتونو کی، لکه د"یوه نړۍ دفتحی دپاره" بین المللی مجله او د غورځنګ داخلی اسناد په دری (پارسی) ژبه خپرول، په فعاله توګه شامل وو.
دافغانستان کمونیست (مائوئیست) ګوند د مرکزی کمیټه ددی پخوانی ملګری مړینه یوه ستره ضایعه ګڼی او ددی ضایعی له کبله د ګوند ټولو غړو او هوادارانو او دافغانستان او د نړی نورو مائوئیستانو ته تسلیت وړاندی کوی. مونږ په ځانګړی ډول خپل د تسلیت مراتب د ملګری د کورنی غړوته وړاندی کوو او د هغوی په غم او خواشینی کی ځانونه شریکان بولو.
په هیواد کی دننه ټول ګوندی واحدونه او دهیواد نه دباندی د ګوند هواداران اړین دي چه د دی روانی لمریز یا میلادی میاشتی تر پایه دخپل ځانګړی شرایطو سره سم د ملګری د مړینی یادګیرنه وکړی. د تسلیت پیغامونه په هیواد کی دننه د مستقیمو اړیکی له لاری او د هیواد نه دباندی د شعله جاوید د بریښنا لیک په پته داخیستلو وړ دی.